لوبې خبرونه

د پي ايس ايل اعلان شوې غوره لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي هم شامل دي

د پاکستان سوپر ليګ شپږم پړاو چې په دوه بيلابيلو پړاونو کې په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې ترسره شو، تېره شپه پکې ملتان لوبډلې پیښور ته په ماتې ورکولو د لومړي ځل لپاره اتلولي خپله کړه.

په يادو لوبو کې د گڼ شمير بهرنيو لوبغاړو تر څنګ يو شمير افغان لوبغاړي هم ولوبيدل چې په زړه پورې لوبې يې نندارې ته وړاندې کړې.راشد، نور احمد، نجيب ځدراڼ او حضرت ځاځي هريو پخپل وار ښې لوبې وکړې او د خپلو لوبډلو لپاره یې د لوبو په ګټلو کې ستر رول ولوبوه.د پاکستان کرکټ بورډ د ياد ليګ غوره لوبډله اعلان کړه.

img 20210616 133210

چې په منځ کې یې دوه افغان لوبغاړو ځای نيولې دی.راشد چې دوه ځلې د خپلې لوبډلې لپاره د لوبې غوره لوبغاړی شو او په ټولو ۸ ترسره کړو لوبو کې یې ۱۱ ويکټې واخيستې، د ليګ په غوره لوبډله کې شامل کړل شوی.نوموړی د دې وړاندې هم ښه لوبې ترسره کړي دي.

له بلې خوا حضرت ځاځی هم د ليګ غوره لوبډله کې اعلان شوی، هغه په شپږم پړاو پي ايس ايل کې يوازې پنځه لوبې وکړې او درې ځلې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، هغه په ترسره کړو پنځه لوبو کې ۲۱۲ منډې وکړې او پايلوبې ته د خپلې لوبډلې په رسيدو کې یې ستر رول ولوبوه.

د ليګ غوره لوبډله کې حضرت ځاځی، بابر اعظم، کولين منرو، صهيب مقصود، محمد رضوان، اصف علي، وهاب رياض، راشد خان، حسن علي، شاهين افريدي او شهنواز ډهني شامل دي.دوی په تېرو لوبو کې ښه لوبې ترسره کړي دي.او هر وخت ېې هڅه کړې ده چې ښه لوبه ترسره کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button