سیمه ییز خبرونه

د پي ټي اېم مشر: راتلونکې اوونۍ کې د ډالري جنګونو د ختمولو لپاره د امن پاڅون کوو

منظور پښتین ویلي چې راتلونکی اوونۍ به پښتانه د ډالري او ریاستي جګړو د ختمولو په موخه د امن پاڅون کېږي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، چې راتلونکې اونۍ به د ډالري جګړو، د ریاستي پالیسیو د ختمولو او د پښتنو د حقونو لپاره د امن پاڅون وي. نوموړي پر اېکس خپور کړي پیغام کې لیکلي، چې د یکشنبې په ورځ د پښتونخوا په هره څنډه کې د پښتنو د امن غږ پورته کېږي.

پښتین زیاتوي، چې په دې ورځ به «د پښتون وطن د امن، د پښتون وطن د وسایلو د لوټلو پر ضد، خپلو کورونو ته د کډوالو د راستنېدو، د پښتنو په هره سیمه کې د پښتنو پر ځمکو د جبري قبضې پر ضد، د شهیدانو د عدالت غوښتنې، د ورکو شویو خلکو د راپیدا کولو، د بندیانو د خوشې کولو، د برېښنا د نرخونو او په ډیورنډ کرښه د ستونزو په اړه به په یوه ورځ د پښتون امن پاڅون وي.»

په خیبر پښتونخوا کې د پښتنو قامي عدالت جرګه

د دغو لاریونونو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي، چې د روانې میلادي میاشتې په ۱۱مه نېټه د منظور پښتین په مشرۍ او د زرګونو کسانو په ګډون سره په خیبر کې د پښتنو قومي جرګه جوړه شوه.

په دې درې ورځینۍ جرګه کې د پښتنو غوښتنې په شلو مادو کې د پاکستان حکومت ته وړاندې شوې.

نور ولولئ:  پاکستان کې د ‘پي ټي ایم’ لسګونو غړو نیونې غبرګونونه راپارولي

نور ولولئ: د پښتو له قامي جرګې د خلکو د پام اړولو لپاره د پاکستاني پوځ هلې ځلې

نور ولولئ: منظور پښتین: پاکستان د افغانستان په ناامنۍ کې د خیبر خاوره کارولي ده

د دغه جرګې د پرېکړه لیک له مخې، پاکستاني پوځ او وسله والې ډلې باید له خیبر پښتنوخوا څخه د دوو میاشتو په موده کې ووځي او دغه راز به وکیلان د دې خاورې د وژل شویو او ورکو شویو کسانو او د پښتنو د ځمکو د بېرته ترلاسه کولو لپاره قضیې پرانیزي او په محکمو کې به د پښتنو د حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړي.

د یادې جرګې د پرېکړو بله برخه دا وه، چې د پښتونخوا ولسونه به د برېښنا د یو کیلو واټ د لګښت په بدل کې یوازې پنځه پاکستانۍ روپۍ بیه ورکوي.

پر ډیورنډ له پاسپورټ او ویزې پرته تګ او راتګ

د پښتنو د جرګې تر ټولو مهمه پرېکړه دا وه، چې پر ډيورنډ کرښه تګ راتګ به د پخوا په شان پرته له پاسپورټ او ویزې کیږي.

د یادولو ده، چې اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ هڅه کوي، چې د لاریونونو او راټولېدو له لارې د جرګې پرېکړې په همدې دوو میاشتو کې د پاکستان په حکومت ومني.

که څه هم د پاکستان فدرالي حکومت هڅه وکړه، چې ددې جرګې د تر سره کېدو مخه ونیسي، خو بریالی نه شو.

د وخت په تېرېدو سره به روښانه شي، چې د پاکستان حکومت به ددې جرګې پرېکړې ومني او که نه.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button