اقتصاد او سوداګريسیمه ییز خبرونه

د پښتنو قامي جرګه: اسلام اباد د پښتنو پر انساني حقونو سترګې پټوي

د پښتو قامي جرګه وايي، پاکستان او هلته ناست میجران د پښتنو پر انساني حقونو سترګې پټوي

یاده جرګه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې اسلام اباد د پښتنو پر انساني او ډیموکراټیکو حقونو سترګې پټوي او دغه حقونه ورته نه ورکول کېږي.

د پښتنو قامي جرګه زیاتوي چې د سویلي وزیرستان د انګور اډې لار د پاکستاني پوځ لخوا د ملاتړ کوونکي او عبوري حکومت صدراعظم انور کاکړ په وخت کې تړل شوي ده.

د نوموړي جرګې په وینا، له ۱۵ میاشتو راپدېخوا د انګور اډې اوسېدونکي ددې لارې د پرانېستو لپاره لاریونونه کوي، خو تر ننه یې اسلام اباد غږ نه دی اورېدلی.

د پښتنو قامي جرګه وايي، پښتانه د سولیزو لارو خپل حقونه غواړي، خو له دې سره، سره بیا هم اسلام اباد ددوی غوښتنو ته مثبت ځواب نه ورکوي.

ورته مهال دغه جرګه د پاکستان رسنۍ چې د پوځ تر واک لاندې دي، هم ملامتوي چې د پښتنو غږ ته یې انعکاس نه دی ورکړی.

د یادونې وړ ده، انګور اډه یوه مهمه سوداګریزه لار ده چې پاکستان ورباندې د سوداګریزو مالونو پر وړلو او راوړلو بندیز لګولی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button