سیمه

د پښتونخوا ګوندیز کنفرانس اسلام اباد ته؛ له افغانستان سره سوداګريزې لارې پرانیزئ

پښتوخوا کې ټول ګوندیز کنفرانس له اسلام اباد غوښتي چې له افغانستان سره سوداګریزې لارې پرانیزي

د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې ټول ګوندیز کنفرانس پر ډیورنډ کرښه د ټولو سوداګریزو لارو د پرانېستلو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې دا لارې د سیمې د سوداګرۍ لپاره مهمې دي.

ددغه کنفرانس هدف، چې د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت په غوښتنه رابلل شوی و او ددغه ایالت ټولو سیاسي ګوندونو پکې ګډون کړی و، د ایالت د امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزو په اړه بحث او د حل لارې موندل ګڼل شوي.

د پاکستان کړکېچن امنیتي وضعیت

په کنفرانس کې د یاد ایالت پر کړکېچن امنیتي وضعیت چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د ډېرو امنیتي پېښو شاهد دی، هم خبرې شوې دي.

د کنفرانس یوه مهمه موضوع د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورند کرښه ګډه سوداګري وه، چې اوس مهال د لارو د بندېدو له امله زیانمنه شوې ده.

په پېښور کې رسنۍ وايي، سیاسي مشرانو ټینګار وکړ، چې پر کرښه پرتې ټولې لارې باید د سوداګرۍ لپاره پرانېستل شي.

نور ولولئ: پي ټي اېم: د بلوچستان یو عدالت د علي وزیر ضمانت

نور ولولئ: عوامي نشنل ګوند: د بنو پر لاریون د پاکستاني پوځ برید له ترهګرۍ سره همکاري ده

ګډونوالو پر هغو اضافي مالیاتو نیوکه کړې، چې ایالتي حکومت پر افغان سوداګرۍ لګولې دي او غوښتنه یې وکړه، چې د اقتصادي فعالیتونو د احیاء لپاره دغه مالیې باید لغو شي.

د کنفرانس نورې موخې

کنفرانس د قبایلي سیمو د بې‌ځایه شویو خلکو پروضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې او غوښتي یې دي، چې دوی ته باید خپلو کورونو ته د عزتمندانه ستنېدنې لارې او اسانتیاوې برابرې شي.

د خیبر پښتونخوا سیاسي مشرانو له مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې د مالي سرچینو د وېش په تړاو د اوږدې مودې شکایتونه حل کړي. هغوی د پخوانۍ فاټا لپاره د درې سلنه تخصیص شوي فنډ چې له پنځو کلونو راهیسې ځنډول شوی، د سمدستي خوشې کولو غوښتنه وکړه.

د کنفرانس په اعلامیه کې سیاسي مشرانو د پښتنو د حقونو د خونديتابه غوښتنه کړې او له مرکزي حکومت یې غوښتي چې د دوی خپلواکي ته درناوی وکړي او په نورو سیمو کې دې د دوی د ځورونو مخه ونیسي.

د خیبر پښتونخوا د ټولو ګوندونو په دغه کنفرانس کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته، چې د پاکستان میشتو پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي، بلنه نه وه ورکړل شوې.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button