د پښتو ادب دنګ چنار ونړېده، تراب څوک و؟

د پښتو ژبې نامتو شاعر، «مطیعالله تراب» د زړه حملې له امله ساه ورکړه.
د هېواد زیات شمېر ادیبانو او شاعرانو او د ټولنیزو پاڼو کاروونکو د مطیعالله تراب پر مړینه خپګان ښودلی، او د هغه وفاتکېدل یې ستره ضایع بللې ده.
تراب د پښتو ژبې ډېر ځلېدونکی شاعر و. له کلونو راهیسې په پښتو ژبه شعرونه لیکل دي.
تراب څوک و؟
مطیعالله تراب د رسول دوست زوی او په ۱۳۵۰ه ش کال د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ د کوز بهار کې یې سترګې غړولي وې.
تراب په څلورم ټولګي کې و، چې هېواد ته جنګونو او ګډوډیو لاره راوکړه، او دی هم لکه د نورو افغانانو په څېر ګاونډي هېواد ته کډوال شو.
د غربت او هجرت تراب له تعلیم څخه بې برخې کړو.
ژوند یې ډېره برخه په سویلي ولایت خوست کې له خپله کورنۍ سره تېره شوه. هغه په خوست کې د موټر رغولو کار ځای درلود، او له دغه اړخه یې د خپلې کورنۍ لپاره ګټه وټه کوله.
نوموړی هېواد کې شته ناخوالو ډیر خواراوه، چې شاعري یې پیل کړه، په زیاته پیمانه شاعري کړې او څو چاپ شوي اثار هم لري لکه غبار پر هندارو، للمي ګلونه، د کاڼي اوبه….
هغه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې په لویو دولتي مشاعرو کې د نقاد شاعر په توګه غږېده، او له ۲۰۲۱ کال وروسته د ا.ا واکمنۍ کې هم په مهمو مناسبتي ناستو کې لیدل شوی و.