د پښتو نړیواله ورځ؛ یو فرهنګي ارزښت او ژبنۍ لاستهراوړنه

اړوند خبرونه:
د غبرګولي اتمه د پښتو ژبې د نړیوالې ورځې په توګه پېژندل کېږي، ورځ چې د یوه ستر فرهنګي ارزښت، تاریخي هویت او ژبنۍ شتمنۍ درناوی پکې کېږي. دا ورځ په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د «نور رحمان لیوال» له لوري د یوه ادبي کنفرانس پر مهال وړاندیز شوه، چې وروسته د پښتو ژبې لیکوالانو، فرهنګیانو او ژبپوهانو له لوري د هوکړې له مخې یې رسمیت ومونده.
پښتو د افغانستان له دوو رسمي ژبو یوه ده، چې د هېواد د نفوس څه باندې ۷۰ سلنه پښتانه پرې خبرې کوي. دغه ژبه نه یوازې د افغانستان، بلکې د ډیورنډ له فرضي کرښې هاخوا په ډېرو سیمو او همداراز د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د پراخې کډوالۍ له امله د خلکو د افهام او تفهیم وسیله ده. د پښتو ژبې ریښه زرګونو کلونو ته رسېږي، خو د لیکلي ادب، ژباړو، ټکنالوژۍ او عصري پوهاوي برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا لري.
د افغانستان اسلامي جمهوریت پر مهال، د بیان د ازادۍ پراخوالی، د سانسور نشتوالی او فرهنګي ازادي د دې لامل شول چې پښتو ژبې ته ځانګړی پاملرنه وشي. د دغې دورې پر مهال، زرګونه کتابونه چاپ شول، د ژباړې پروژې پیاوړې شوې، پښتو ښوونیز نصاب پراخ شو او د رسنیو له لارې د ژبې د ترویج هڅې زیاتې شوې. د ژورنالېزم، حقوقو، انجینري، اقتصاد او نورو برخو کې د پښتو علمي منابعو ژباړه یوه له مهمو لاستهراوړنو وه.
سربېره پر دې، پښتو ژبه په ۱۹۸۴ کال کې کمپیوټري سیسټم ته ننوته او له هغه وروسته یې د تکنالوژۍ په برخه کې حضور ورځ تر بلې زیات شو. اوس مهال سلګونه پښتو وېبپاڼې، بلاګونه، راډیويي او ټلویزیوني خپرونې، او مجلې شته چې د ژبې د ودې او ترویج لپاره کار کوي. د پښتو ویکیپېډیا، ډیجیټلي قاموسونه، ژبپوهنیز تطبیقونه او موبایل اپلېکېشنونه د همدې پرمختګ یوه نښه ده.
خو د دې ټولو پرمختګونو تر څنګ لا هم د پښتو ژبې پیاوړتیا ته ژمنو او عملي ګامونو ته اړتیا ده. په تېرو کلونو کې که څه هم ژبه له یو لړ پرمختګونو برخمنه شوې، خو نن ورځ د ژبې د معیار، معیاري املا، معاصر لغت جوړونې، عصري علومو ته د پښتو ژبیز بدیل برابرولو او د نویو نسلونو د ژبنۍ روزنې اړتیا لا هم شته.
د ژبې د نړیوالې ورځې نمانځنه باید یوازې تشریفاتي نه وي، بلکې دا ورځ باید د یوې علمي کتنې، ارزونې او عملي اقدام لپاره فرصت وګرځي. علمي سیمینارونه، ژبپوهني کنفرانسونه، ژباړه، نوې ادبي لیکنې، نصابي پراخونه او د ژبې معیار ته ژمنتیا هغه څه دي چې پښتو ته دوامداره وده ورکولی شي.
په ټولیز ډول، پښتانه دا ورځ د ویاړ، یووالي او فرهنګي هویت په توګه نمانځي. پر ټولنیزو شبکو د مبارکۍ پیغامونه خپروي، دوستانو ته د ژبې ارزښتونه بیانوي او د ژبې د ترویج لپاره هڅې کوي. دا ورځ یو نوی تعهد باید راونغاړي چې پښتو ژبه د یوه علمي، مډرن او نړیوالې سیالۍ وړ ژبه شي.
پښتو نه یوازې د تېر افتخار یادونه ده، بلکې د راتلونکي لپاره د فرهنګي بقا ضامنه هم ده.