نړیوال خبرونه

د پښتو نړیواله ورځ مو مبارک شه

د پښتو ژبې د نړیوالې ورځې بنسټ څو کاله مخکې په کابل کې کیښودل شو او موخه یې دا وه ترڅو د پښتو ژبې د ودې لپاره کار وشي، ددې ژبې پر وړاندې د بې عدالتيو مخه ونیول شي او په ملي او نړیواله کچه مطرح شي.

د یو هېواد وقار او ملي هویت د سترو ارزښتونو څخه یو هم د هغه هېواد ژبه ده چې د هغې په وسیله نورو ته خپل کلتور او فرهنګ ورپېژنو. د افغانستان د رسمي او لرغونو ژبو څخه د یوې خوږې او پرتمینې ژبې پښتو ورځ ده.

زه هم په خپل وار د پښتو ژبې د ورځې دنمانځلو په پار د افغانستان ټولو درنو هېوادوالو ته او په ځانګړې توګه د دې سترې ژبې ویونکیو ته هغه که د نړۍ په هر ګوټ کې وي مبارکي وایو. پښتو یوازې ژبه نه بلکې یو فرهنګ, دود او د ارزښتونو ستره تګلاره هم ده.

په داسې حال کې چې د ګران هېواد ټولو ژبو ته ځانګړی درناوی لري یوه یادونه کوو هغه داچې د افغانستان لرغونی تاریخ او د پښتو او دري دوه رسمي او ملي ژبې یو بل سره دومره ژورې او نه بېلېدونکي جرړې او ریښې دومره تاریخي دي چې په هېواد کې مېشت قومونه یي یو بل سره د ملي یوالي په تار کلک تړلي دي او ګران هېواد افغانستان یي یو موټی او غښتلی ساتلی دی.

پنځه کاله مخکې د پښتو ژبه په افغانستان کې له هر ډول محکومیت سره مخ وه، خو اوس یې چې هرکال د دې ژبې ورځ لمانځل کیږي، خلکو ته دا جرأت ورکړل شوی، چې په خپله ژبه خبرې وکړي، ویې لیکي او پالنه یې وکړي.

په پای کې دومره وایو چې مونږ افغانان باید یو بل ته د مینې, عاطفې, ورورۍ او متقابل احترام په روحیه لاسونه ورکړو او د د یو اباد او پرمختللي افغانستان لپاره ګډ کار وکړو.

د یادونې وړده دغه ورځ اوس نه یواځې په کابل بلکې، په خیبرپښتونخوا، هند او د نړۍ په یو شمیر نورو هیوادونو کې هم لمانځل کیږي. او سخ کال د اغغانستان په شمول د پښتنو سیمو کې ونه لمانڅل شوه دا هم باید یاده کړو چې د کرونا له امله د پښتو ورځ په سوشل ميډیا کې پا انلاین بڼه په درز ولمانځل شوه.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button