افغانستانژوند او ټولنه

د پېژندپاڼو د تائید فیس؛ د احصایې او مالوماتو ملي ادارې په بشپړ ډول معاف کړ

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له حکم سره سم د پېژندپاڼو د تائید فیس معاف کړ. له دې وروسته هېوادوال کولی شي دغه خدمتونه په وړیا ډول ترلاسه کړي.

د افغانستان د احصایې او مالوماتو ملي ادارې په یوه تازه او مهمه پرېکړه کې اعلان کړی، چې مراجعینو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه یې د پېژندپاڼو د تائید فیس نور په بشپړ ډول له منځه وړی دی. دغه اقدام د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر اساس شوی او موخه یې د هېوادوالو د ستونزو حل او د مالي بار کمول دي.

د پېژندپاڼو د تائید فیس او نوي خدمتونه

د یادې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له دې وروسته د پېژندپاڼو د تائید ټول خدمتونه د هېواد په مرکز او ولایتونو کې پرته له کوم لګښت څخه ترسره کېږي. دا پدې معنی ده چې هېوادوال اړ نه دي چې د پخواني طرزالعمل سره سم د پېژندپاڼو د تائید فیس تادیه کړي. دغه خدمتونه به له دې وروسته په وړیا ډول او په خورا چټکۍ سره مراجعینو ته وړاندې کېږي.

Electric card Tazkira ID

د پېژندپاڼو د تائید فیس، په معلوماتو کې د تېروتنو وړیا اصلاح

سربېره پر دې چې د پېژندپاڼو د تائید فیس معاف شوی، یاده اداره وایي چې په پېژندپاڼو کې د کارکوونکو له لوري د معلوماتو په لیکلو کې شوې تېروتنې به هم وړیا اصلاح کېږي. که چېرې په پېژندپاڼو کې معلومات په ناسم ډول لیکل شوي وي، نو په ولایتونو کې د نفوسو د احوال ثبتولو آمر او په ولسوالیو کې د اړوندو مدیرانو تر تائید وروسته به دا تېروتنې له فیس پرته سمې شي. دغه اسانتیا په برېښنايي پېژندپاڼو او آسان خدمت مرکزونو کې هم د پلي کېدو وړ ده.

دا هم ولولئ:  کرونا ناروغی درملنی لپاره جوړی ګولی ۸۹ سلنه اغیزناکه دی

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې ژمنتیا

د احصایې او مالوماتو ملي اداره د افغانستان دننه او بهر د افغانانو د هویت د تثبیت یوازېنۍ او معتبره مرجع ده. دغه اداره وایي چې هڅه کوي خپلو هېوادوالو ته متوازن او معیاري خدمتونه وړاندې کړي. د د پېژندپاڼو د تائید فیس معاف کول د همدغو هڅو یوه برخه ده، ترڅو ولس وکولی شي په ډاډه زړه او له مالي فشار پرته خپل قانوني اسناد ترلاسه او تائید کړي.

Dprbo9lW4AIpyFW 1

د د پېژندپاڼو د تائید فیس معاف کول د مراجعینو لپاره یو ستر زېری دی. د احصایې او مالوماتو ملي ادارې دا ګام به د پېژندپاڼو د تائید پروسه نوره هم شفافه او اسانه کړي. هېوادوال اوس کولی شي پرته له کوم خنډه خپلو پېژندپاڼو ته د تائیدۍ نښې ترلاسه کړي او د هویت په تثبیت کې اسانتیاوې ولري.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button