لوبې خبرونه

د پېښور زلمي ټیم مالک هم د راشد خان ستاینه وکړه

د پېښور زلمي ټیم مالک هم د راشد خان ستاینه وکړه۔ راشد خان پرون د پاکستان سوپر لیګ کې د پېښور زلمي لوبډلې په وړاندې زبردسته توپ اچونه ترسره کړه چې د پېښور زلمي نیمايي لوبډله یې وسوځوله او لاهور قلندرز ته یې بریا خپله کړه.

د لوبې له بریا وروسته راشد خان په خپله مرکه کې وویل، کله چې مې ویکټ ولیدله، نو همدا مې ذهن ته راغلل چې باید ښه توپ اچونه وکړم، هر څومره منډې چې ورکړم، پروا نه کوي، خو باید لاین او لینت وي، نو ځکه مې ښه توپ اچونه وکولای شوه.هغه د لوبې د بریا په برخه کې د لوبغاړو په اړه وویل، ټولو ښه لوبه وکړه، یو لوبغاړی د غوره لوبغاړي جایزه اخلي،

په دغه لوبه کې راشد خان په تجارتي لیګونو کې د خپل کیریر تر ټولو غوره توپ اچونه هم ترسره کړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.د لوبې له بریا وروسته د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوېد اپریدي هم د راشد خان په ستاینه مجبور شو او په ټویټر کې يې د هغه په ستاینه کې یو ټویټ وکړ.نوموړی هغه سخت خوښ شو او ډېره ستاینه ېې هم وکړه.

fb img 1623416687560

جاوېد اپریدي ته بیا ځینو کسانو ولیکل چې راشد خان هغه په خپله لوبډله کې ولې نه اخیسته باید چې راشد خان یې د پېښور زلمي لوبډلې لپاره اخیستی وای.ځکه خلک وایي چې یو لوبغاړی د چا خوښ وي باید خپلې لوبډلې کې واخلي.

همدا رنګه ځینو کسانو بیا د پېښور زلمي لوبډلې په لوبډلمشر باندې سختې نیوکې وکړې او له جاوېد اپریدي نه یې غوښتنه وکړه، چې هغه دې ژر تر ژره له لوبډلمشرۍ څخه لیرې کړي.دوی وای چې باید داسې یو کس کپتان کړي چې زیاته تجربه ولري.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button