د پېښو پر مهال له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو مرستې
متحده عربي اماراتو د خپلو بشري مرستو د څار لپاره نوي ایجنسي هم رامنځته کړه
متحده عربي اماراتو د طبیعي پېښو او بحران پر مهال له افغانستان سره بشري بېړنۍ مرستې کړي دي.
دغه هېواد د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې په هرات کې له زلزله ځپلو سره خوارکي او غیر خوارکي توکو مرسته وکړه چې موقت روغتونونه او طبي وسایل هم په کې موجود وو.
پر دې سربېره، متحده عربي اماراتو په افغانستان کې له هغو خلکو سره د ۳۳ ټنو خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه چې د افغانستان په جنوب هرات ولایت کې تېر کال زلزلې وځپل او د سر او مال دروند زیان یې ورته واړوه.
د زلزلې پر مهال بشري مرستې
همدارنګه اماراتو په ۲۰۲۲۲ کال کې افغانستان ته د بشري مرستې بار ۳ الوتکې ولېږلې.
اماراتو د ۱۰۰۰ مربع متره ساحوي روغتون سره درې الوتکې، چې ۷۵ بسترونه او دوه عملیاتي خونې یې درلودې چې د وروستیو طبي تجهیزاتو او وسیلو سره سمبال وې، افغانستان ته د زلزلې قربانیانو ته د مرستې لپاره ولیږلې.
اماراتو همدارنګه ۱۶ متریک ټنه تجهیزات او یو طبي ټیم لیږلی وو ترڅو روغتون فعال کړي او عاجل طبي خدمات وړاندې کړي.
نور ولولئ: په نړیواله کچه د ۳۶۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د متحده عربي اماراتو بشري مرستې
نور ولولئ: متحده عربي امارات او بشري مرستې
نور ولولئ: د هرات خونړۍ زلزله؛ متحده عربي اماراتو یې قربانیانو ته موقت روغتون جوړ کړ
د ولسمشر جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان هغه مهال لارښوونه وکړه ترڅو هغو کسانو سره عاجله مرسته ورکړي چې د زلزلې له امله اغیزمن شوي دي.
عيسى سالم الظاهري، په افغانستان کې د اماراتو سفیر، ویلي وو، “د ساحوي روغتون او طبي مرستو لیږل د دې برخه دي چې په طبي بېړنیو حالتونو کې ګړندی اقدام وکړي او هغو کسانو ته مرسته ورسوي چې په دې وروستیو کې په خوست کې د زلزلې له امله اغیزمن شوي دي.”
د نوي ایجنسي رامنځته کول
د همدې لپاره متحده عربي اماراتو د خپلو بشري مرستو او بحرانونو د کنټرول پر وخت د مرستو رسولو لپاره یو نوي ایجنسي رامنځته کړه.
ددې ایجنسي مسئولیت دادی چې د بهرنیو مرستو پروګرامونه پلي کړي چې د نړیوالو بشري هڅو په اړه د ټولیزې پالیسۍ سره سمون لري. پر دې سربېره پلان کول، څارنه، پلي کول، او د حکومت د ملاتړ نوښتونو څارنه، په ځانګړي توګه د طبیعي پېښو په وړاندې مرستې، د بیړني بیرته راستنېدو ستراتیژۍ، د شخړې وروسته ثبات، پرمختیایي نوښتونه، او د ظرفیت جوړونې هڅې یې اصل مسئولیت دی.
باید یادونه وکړو چې متحده عربي اماراتو په افغانستان کې د هر دولت په راتګ سره خپل پالیسي ښه ساتلي او بشري مرستو ته یې دوام ورکړی دی.