کورني خبرونه

د ځانمرګو ځانګړي ځواک د ډیورنډ پر فرضي کرښه ګزمه وکړه

په کندهار کې چارواکي وايي، دغه ځواک د ښه امنیت په خاطر فرضي کرښه کې ګزمه کړې ده

طالبانو خبر ورکوي چې دغه ځواک سربېره پر دې چې د ځانمرګو بریدونو وړتیا لري، پر ثقیله وسلو او نورو نظامي مهارتونو هم سمبال دي.

تازه، د طالبانو تر واک لاندې کندهار کې ملي ټلویزیون خبر ورکړی، چې په یاد ولایت کې د ځانمرګو بریدګرو ځانګړې قطعې په کندهار کې د دغو ځواکونو د رییس ارکان په مشرۍ پر ډیورنډ کرښه ګرځنده ګزمه کړې.

طالبانو څو ځله شکایت کړی او د پاکستان له نوم نه ښودله پرته یې ویلي چې ځینې ګاونډي هېوادونه د طالبانو د رژیم پرضد داعش ډله حمایه او افغانستان ته لېږي.

پر ډیورنډ کرښه د البدر ځواک ګزمه

پر ډیورنډ فرضي کرښه د البدر ځانګړي ځواک ګزمه په ډېر احتمال پاکستان ته د طالبانو د وړتیاوو یو ډول خبرداری يا ښودنه ده چې دغه ډلې وړاندې کړه.

تر دې وړاندې د طالبانو د کندهار والي په دغه ولایت کې د امنیت پر ښه والي ټینګار کړی و.

په کندهار کې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ویلي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو ۲۰۵ البدر قول اردو د ځانمرګو ځانګړې قطعې، د یادو ځواکونو د رییس ارکان حفیظ الله بدري په مشرۍ پر ډیورنډ کرښه ګرځنده ګزمه کړې او بېرته راګرځېدلي.

نور ولولئ:  له چین د مولوي کبیر غوښتنه: د شنګهای راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه راکړئ

نور ولولئ: افغانستان به د شنګهای غونډې د بحث سرټکی وي

د دغه ټلویزیون د خبر له مخې د ځانمرګو یادې قطعې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د یادې قطعې اړوند لا له وړاندې د ځای پر ځای شویو ځواکونو (البدر ځواک) د ثقیله ټولي له وسلو او ځواکونو څخه لیدنه کړې او د هغوی مسوولانو ته یې سپارښتنې کړې دي.

له کندهار څخه د ملي ټلویزیون سیمه ییزې څانګې له یاد خبر سره د ځانمرګو ځواکونو د قطعې یو انځور هم خپور کړی دی.

په دې اړه د نورو جزیاتو نه ورکول

طالبانو نور جزیات نه دې ورکړي چې د ځانمرګو ځانګړې قطعې د کندهار په کومه ولسوالۍ کې په څه موخه پر ډیورنډ کرښه یاده ګزمه ترسره کړې ده.

د سوېلي پښتونخوا او کندهار ولایت تر منځ د ډیورنډ کرښه سلګونه کیلومټره اوږدوالی لري، طالبانو تېر کال ویلي و چې د امنیت ټینګښت په موخه ۶۰۵ کیلومټره په اوږدوالي سړک او ۱۳۰ نوي پوستې جوړوي.

په ورته وخت کې پاکستان بیا له طالبانو شکایت کوي چې دوی په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونو ته زمینه برابروي، خو طالبانو بیا دا ډول تورونه په کلکه رد کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button