ټکنالوجي

د ځیرکو مبایلونو کارول د مغزو د کنسر لامل نه کېږي

نویو څېړنو موندلي ده چې د مبایل کارول د مغزو د کنسر لامل نه کېږي

دغه نوي څېړنې هغه پخوانۍ انګرنې رد کړي چې ګواکي د ځیرکو یا نورو مبایلونو کارول د مغزو د کنسر یا سرطان ناروغۍ سبب کېږي.

نوي څېړنه وايي، د مبایلونو کارول د انسان د مغزو له کنسر سره هېڅ ډول اړیکه نه لري او نه هم دغه خطر رامنځته کولی شي.

د ټليفون د راډيويي څپو د اغېز په اړه د ۲۸کلنې څېړنې پايلې ښيي چې د موبايل ټليفون د استعمال او د مغزو د سرطان یا د خلکو پر روغتيا د منفي اغېزو تر منځ هېڅ تړاو نشته.

afghan 2024 09 06t121835.165

د ترسره شوي څېړنې ډول

دغه نوې څېړنه چې د روغتیا نړۍوال سازمان په ملاتړ د «انوایرونمنت انټرنشنل » مجله کې خپره شوې، د ۱۹۹۴ او ۲۰۲۲کلونو ترمنځ د نړۍ په ۲۲هېوادونو کې تر ۵زرو ډېرې مطالعې څېړلي دي.

د اسټرالیا د وړانګو د ساتنې او اټومي خوندیتوب ادارې، د دې څیړنې د مسؤل په توګه، له ذکر شویو مطالعاتو څخه د لږ اعتبار نمونو په لرې کولو سره، ۶۳ موارد یې د څیړنې د مرجع په توګه ټاکلي دي.

نور ولولئ: د کار پر نړیوال مارکېټ د مصنوعي ځیرکتیا اغېز؛ موږ باید څه وکړو؟

نور ولولئ: مصنوعي ځیرکتیا به په ۲۰۲۴ کال کې کومو دندو ته چمتو کېږي؟

نور ولولئ: د مصنوعي ځیرکتیا کنترول لپاره د قوانینو اړتیا

د دې څیړنې د سرپرست پروفیسور کن کارپیدیس په وینا، د ګرځنده ټلیفون تشعشعاتو او د دماغ سرطان یا حتی د سر او غاړې سرطان ترمنځ هېڅ اړیکه نشته.

afghan 2024 09 06t121858.015

همدا راز، د دې څیړنې تکمیلې پایلې دا څرګندوي، چې د ګرځنده ټلیفون اوږدمهاله کارونه (لس کاله یا ډېر) او یا د ورځې په اوږدو کې د ګرځنده ټلیفون استعمال له سرطان سره هېڅ اړیکه نه لري.

تر ټولو جامع څېړنه

د دې څېړنو لیکوالانو ویلي، چې پر روغتیا د ټلیفون د استعمال د اغیزو په اړه دا په تاریخ کې تر ټولو «جامع څیړنه» ده.

دغه څیړنه د مرکزي عصبي سیسټم (د مغز، د مغز او نخاع پردې، د هیپوفیز غدې او غوږ په شمول) او د بزاقي غدو او مغزي تومورونو، پورې اړوند سرطانونو باندې تمرکز کوي.

د ملګرو ملتونو د نړۍوالې روغتیا سازمان، د ګرځنده ټلیفون راډیو فریکونسیانې په ۲۰۱۱ کال کې د مغزي سرطانونو د احتمالي لامل په توګه طبقه بندي کړې وې.

خو اوس ساینسپوهان په دې برخه کې، پخوانۍ څېړنې جانبداره بللې او پایلې یې ناسمې ګڼي.

ددې تر څنګ ساینسپوهان وايي، نننۍ ټکنالوژي د ګټو تر څنګ د انسان د روغتیا لپاره مضره ده او منفي اغېز خامخا لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button