د چا دعا زر قبلیږي؟
هسې خو دعا د هر مسلمان قبلېږي، خو موږ لږ بې صبره یو او هیله مو دا وي چې دعا مو ژر قبوله شي، د دعا پر وخت مو باید په الله تعالی بشپړ یقین او باور وي او هغه کسان چې پر الله تعالی پوخ ایمان لري
له الله تعالی ښه امیدونه یا هیلې لري، نو د دا ډول خلکو دعا ژر قبلېږي، ځکه چې دوی صبر کوونکي دي او الله تعالی یې پخپلو رحمتونو باندې نازوي.ځینې داسې کسان هم شته چې الله تعالی یې دعا نه ردوي، په یو حدیث شریف کې راځي چې مفهوم یې دادی، چې د دریو کسانو دعا نه ردېږي، د سنن ابو داود حدیث دی.
لومړی هغه شخص چې دعا یې نه ردېږي هغه مظلوم دی، نو په همدې علت موږ ته پکار ده چې پر چا ظلم ونه کړو.تر څودالله تعالی د قهر څخه په امان کې وساتل شو اوالله راباندې خپل رحم وکړي.
دویم مسافر دی چې الله تعالی یې دعا نه ردوي، یعنې هغه انسان چې د کوم نیک کار لپاره سفر کوي او د دین د خپرولو اراده لري، نو داسې شخص دعا ډېر ژر قبلېږي.
دریم دعا چې الله تعالی قبلوي هغه د پلار دعا ده چې د اولاد لپاره یې کوي، نو موږ ته پکار ده کله چې کوم نیک یا ښه کار ترسره کوو، له خپلو والدینو باید دعا واخلو او دغه دعاګانې د خپلې کامیابۍ د لارې مشال وګرځوو.