سیمه ییز خبرونه

د چمن پرلت؛ په ملاتړ یې زرګونو ماشومانو لاریون وکړ

نن په چمن کې زرګونو ماشومانو د پرلت په ملاتړ لاریون وکړ چې دا یو لوی لاریون بلل کېږي

دا لاریون داسې مهال کېږي چې د شلو زیاتو ورځو څخه د چمن پرلت روان دی او د نړیوال بشر حقونو هم له پاکستانه غوښتي چې د پرلت کوونکو غوښتنو ته پام وکړي.

د سوېلي پښتونخوا چمن پرلت وهونکو د ملاتړ په موخه د چمن ښار زرګونه ماشومانو د جمعې په ورځ د پرلت په ملاتړ راوتلي وو.

نور ولولئ:  د چمن پرلت ګډونوال: د پاکستان پوځ مو د ډیورنډ کرښې ته نږدې جایدادونه غصب کړي

د دغو ماشومانو عمرونه د شپږو او ۱۲ کلونو تر منځ وو او تور بېرغونه یې له ځانه سره لېږدول.

د پاکستان حکومت له لورې د سپین بولدک – چمن پر دروازه په پاسپورټ تګ راتګ د پرېکړي په غبرګون کې لسګونه زره کسانو د تېرو ۲۹ ورځو راهیسې پرلت وهلی دی.

د کاروبار په ټپه درېدل

د پاکستان دغې پرېکړې او پرلت له امله د سوېلي پښتونخوا د اوسېدونکو کاروبار په ټپه درېدلی دی.

دغو ماشومانو هم د سپین بولدک -چمن پر دروازه د افغانستان او پاکستان تر منځ په پاسپورټ د تګ راتګ په غبرګون کې د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول.

په چمن کې قومي مشر خدای میر خان وايي:« په پاکستان کې د پنجاب د ماشومانو لپاره قانون او حقوق شته؛ خو د افسوس ځای دی چې زموږ د ماشومانو لپاره هیڅ حقوق نه شته، زموږ ماشومان د خپلو مشرانو په ملاتړ راوتلي دي او غواړي نړۍ ته وښیي چې پاکستان زموږ سره دوه مخیتوب کوي.»

نور ولولئ: د چمن پرلت وهونکي به سبا جمعه د ماشومانو لاریون هم وکړي

لاریون کوونکي وايي، په سوله‌ییز ډول یې خپل د حق تر لاسه کولو لپاره پرلت او لاریونونه وکړل؛ خو که غوښتنې یې و نه منل شي دا به یې وروستی پرلت وي او تر دې وروسته به لويې لارې بندې کړي.

د پرلت کوونکو غږ تر اوسه نه دی اورېدل شوی

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي:« زموږ غږ نه اورېدل کېږي، د دغو ماشومانو غږ دې واورېدل شي. که موږ اړ شو نو همدا ماشومان به بیا تاسو په کاڼو ولي او په تشدد به لاس پورې کوي. پر موږ د چا پلار هم پاسپورټ نه شي منلی. موږ د پاکستان لوړ پوړو چارواکو ته خبرداری ورکوو، که دوی زور لري نو را دې شي دوی دې پر موږ پاسپورټ ومني دوی هیڅ دا کار نه شي کولای.»

د چمن د پرلت په ملاتړ د ماشومانو د لاریون تر څنګ، نن د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونو غړو د چمن څخه تر کوټې د چمن پرلت په ملاتړ او له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون پلې تګ کوي.

دغه کسان وايي، شمېر یې زرګونه تنه دی او د اعتراض په ډول له چمن څخه تر کوټې پلې تګ کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button