سیمه ییز خبرونه

د چمن پرلت تازه ګواښ؛ په بلوچستان کې کاربندیز کوو

د چمن پرلت کوونکي وايي، د اعتراض نه اورېدو په صورت کې اوس په بلوچستان کې کار بندیز پلوي

د چمن پرلت چې شاوخوا له دوو میاشتو راهیسې پیل شوی، د ډیورنډ پر کرښه د دواړو غاړو خلکو لپاره د ویزو نه اخیستو یا نه منلو پرضد د زرګونو کسانو اعتراضي حرکت دی، تازه ګواښ یې دادی چې په بلوچستان کې به کار بندیز پیل کړي.

د پرلتوالو ویاند، سميع خان وايي، چې د حکومتي چارواکو له ژمنو سره سره د دوی غوښتنې تر اوسه منل شوې نه دي. سمیع خان زیاته کړه:

”زموږ له کمېټې سره په اسلام اباد کې دوه ځله ژمنې وشوې، خو چارواکو خپلې ژمنې پوره نه کړې. د سیاسي ګوندونو مشرانو راته وویل، دوی به له چارواکو سره په دې هکله وغږیږي، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي راته وویل، چې په اسلام اباد کې له چارواکو سره په دې هکله خبرې وکړې، خو تر اوسه پورې مو کومه پایله و نه لیده.”

د کوژک غره په سیمه کې عمومي لار تړل کېږي

سمیع خان زیاته، چې اوس دوی هوډ لري، چې ۳۰ او ۳۱ دسمبر په چمن کې ښارګوټي کې ټولیز کاربندیز وکړي او د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د چمن او کوټې تر منځ لویه لار په کوژک غره سیمه کې وتړي.

نوموړي ادعا وکړه، چې اوسمهال د چمن-سپین بولدک تر منځ هر ډول ټرانزیټ، ځايي کاروبارونه په ټپه ولاړ دي او په دې کاروبار کې د سیمې نژدې ۲۰ زره بوخت کارکوونکي بې روزګاره ناست دي.

نور ولولئ: د چمن پرلت ۳۵ دېرشمه ورځ؛ اسلام اباد یې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی

نور ولولئ: د چمن پرلت وهونکي وايي چې د پاکستان حکومت ورسره په کړو ژمنو نه درېږي

څه باندې دوې میاشتې کېږي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ډیورنډ کرښې ته نژدې چمن سیمه کې زرګونه کسان د پاکستان د حکومت نویو تګلارو خلاف راغونډ دي او وایي دا غوښتنې نه مني.

پرلت کوونکي له پاکستان پر پالیسیو غور کول غواړي

پاکستان پر پوله د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ درلودو شرط وړاندې کړی، هغه څه چې لسګونه زره کورنۍ سره لا جلا کوي او کاروبار یې په ټپه درولی دی.

پرلت کونکي وايي تر هغو چې پاکستان په خپلو پالیسیو بیا غور نه وي کړی او تګ راتګ یې اسانه کړی نه وي، له اعتراضونو به لاس وا نخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین همدې پرلت ته له وینا کولو وروسته نیول شوی و. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین همدې پرلت ته له وینا کولو وروسته نیول شوی و.

پاکستان د روانو کړیو پالیسو په ترڅ کې هڅه کوي چې د پښتنو او بلوڅو په سیمو کې د سوداګرۍ او نورو شته سهولتونو پر وړاندې خنډونه رامنځته او د خلکو کارونو ته زیان ورسوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button