سیمه ییز خبرونه

د چمن پرلت د سپین بولدک او چمن لویه لار وتړله

راپورونه وايي چې د چمن پرلت والو د سپین بولدک ـ چمن تر منځ لویه لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله

پرلت وهونکو څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت ته ګواښ کړی و چې که غوښتنې یې و‌ نه منل شي د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ لویه لاره او د چمن او کوټې تر منځ لارې به بندې کړي.

د چمن د سوداګرو اتحادیې مشر صادق خان وایي د پرلت دوهم پړاو یې پیل کړ.

نور ولولئ: د چمن پرلت؛ په ملاتړ یې زرګونو ماشومانو لاریون وکړ

دغه پرلت وهونکي چې له تېرو ۳۱ ورځو راهیسې یې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ويزه د تګ راتګ په غبرګون اعتراض پیل کړی د پاکستان حکومت له لوري یې د غوښتنو نه منل کیدو په غبرګون نن دوشنبه د (لړم ۲۹مه) د افغانستان ـ پاکستان او کوټې- چمن ترمنځ لارې بندې کړې.

د چمن پرلت به نورو کومو اعتراضاتو ته لاس اچوي

د دې اعتراض دوهم پړاو کاربندیز او د دولتي ادارو او لویو لارو بندول دي.

نوموړی وايي: «یوه میاشت پوره شوه د پاکستان حکومت مو غږ نه اوري اوس موږ د پرلت او اعتراض دوهم پړاو پیل کړ موږ لارې بندې کړې او تر دې وروسته به په سوېلي پښتونخوا کې دولتي ادارې هم بندې کړو. موږ ټرانزیت او د موټرونو تګ راتګ او ګمرک بند کړ اوس به وګورو چې پاکستان زموږ غږ اوري او که نه.»

نور ولولئ: د چمن پرلت وهونکي به سبا جمعه د ماشومانو لاریون هم وکړي

د معلوماتو له مخې د لاریون د پای ته رسولو په موخه تېره ورځ د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅګزي ویلي و چې د پاکستان حکومت له لوري به هره میاشت اته زره لغړیانو (پلنډیانو) ته شل، شل زره پاکستانۍ کالدارې ورکول کیږي دوی دې پرلت پای ته ورسوي او پر دغه دروازه دې په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ ومني.

د پاکستاني چارواکو غبرګون

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر دغه وړاندیز ته د چمن د لغړیانو اتحاد او د پرلت وهونکو سخت غبرکون ښودلی.

د چمن د لغړیانو اتحادیې مشر غوث الله یې په غبرګون ویلي: «جان اڅګزی دې دا وړاندیز خپلې کورنۍ ته وړاندې کړي موږ دلته د چا خیرات ته نه یو ناست موږ خپل کاروبار کوو. دا خبرې د نوموړي سره لازمې نه دي او که جان اڅګزی د دې خبرو توان لري دلته په چمن کې دې یې موږ ته مخامخ وکړي چې موږ خوله ورته ماته کړو.»

د پاکستان له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ویزه د تګ راتګ په غبرګون کې د چمن د روان پرلت ۳۱مه ورځ روانه ده او پرلت وهونکي وايي پلان لري چې د سوېلي پښتونخوا په نورو ښارونو کې هم پرلتونه پیل کړي.

د یادونې وړ ده چې لا هم دغه پرلت دوام کوي او د دوی ټینګار دادی چې پاکستان یې باید غوښتنې ومني.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button