ځاییسیمه ییز خبرونه

د چمن پرلت وهونکي به سبا جمعه د ماشومانو لاریون هم وکړي

د چمن پرلت د انتظامي کمېټې غړي خبر ورکوي چې د جمعې ورځې لاریون به د ماشومانو لاریون وي

پر دې سربېره لږ وړاندې د بښنې نړیوال سازمان هم له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د پرلت وهونکو حقوقو او ستونزه پام او رسیدګي وکړي، خو له دې سره سره بیا هم اسلام اباد د چمن پرلت وهونکو غوښتنې نه دي منلي او لا ورسره خبرو ته حاضر شوي نه دي.

د چمن پرلت وهونکي وايي، سبا د جمعې په ورځ د (لړم ۲۶مه) به د ماشومانو لاریون د پرلت له ځایه پیل او د چمن د امنیت د مسول تر دفتره به دوام وکړي.

نور ولولئ: د چمن پرلت ګډونوال: د پاکستان پوځ مو د ډیورنډ کرښې ته نږدې جایدادونه غصب کړي

په دغه لاریون کې به زرګونه هغه ماشومان ګډون ولري چې عمرونه یې د شپږو څخه تر دوولسو کلو پورې وي.

د سپین بولدک – چمن پر دروازه د پاسپورټ په غبرګون کې د پرلت نن پنج شنبه د (لړم ۲۵مه) ۲۷مه ورځ روانه ده.

په دې لاریون کې به ماشومان هم د خپلو حقوقو غوښتنه کوي

د پرلت د مرکزي کمیټې غړی حافظ یوسف وايي، په لاریون کې به هغه ماشومان ګډون کوي چې عمرونه يې د شپږو کلو څخه تر ۱۲ کلو پورې دي.

نور ولولئ: پاکستان د چمن پر پرلت کوونکو مخابراتي شبکې بند کړي

نوموړی وايي: «د جمعې په ورځ سهار نهه بجې به د ماشومانو لاریون وي، دیني عالمان، عام خلګ او د چمن ټول ولس دې خپل ماشومان د پرلت سیمې ته راولي، چې د خپلو مشرانو په ملاتړ د پرلت له سیمې څخه د چمن د امنیت د مسول تر دفتره په لاریون کې ګدون وکړي.«

د پاکستان حکومت له خپلې پرېکړې نه دی په شا شوی

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله یو ځل بیا د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې له خپلې پرېکړې په شا شي.

نوموړی وايي: « د چمن ولس دا ژمنه کړې، چې دا ځل به خپله غوښتنه د پاکستان په حکومت مني. موږ ماشومان په دې خاطر پرلت ته رابولو چې هغوی نړۍ ته وښیي چې د دغو ماشومانو د پلرونو پر کاروبار بندیزونه او په زور حکومت خپلې پرېکړي په هغوی مني.»

دغه پرلت وهونکو دوه ورځې وړاندې د پرلت په استازیتوب پنځه کسیزه ډله اسلام اباد ته استولې ده چې هلته د لویو سیاسي ګوندونو ملاتړ خپل کړي.

د تېرو ۲۷ ورځو راهیسې په چمن کې زرګونو کسانو د پاکستان د هغې پرېکړي په غبرګون پرلت وهلی، چې د سپین بولدک – چمن پر دروازه دې تګ راتګ په پاسپورټ او وېزه تر سره شي.

د یادونې وړ ده چې د همدې پرلت پر سر محسن دوړ او علي وزیر هم نیول شوي وو.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button