سیمه ییز خبرونه

د چمن پرلت ګډون‌کوونکي: طالبان ولې د پاکستان پر دغه ظلم چې له افغان میندو سره یې کوي، غلي دي؟

د چمن پرلت ګډون‌وال پر طالبانو تونده نیوکه کوي چې پر افغان کډوال، ښځو او ماشومانو د پاکستان ظلم ته ولې چوپ دي

بل لور ته دوی همدا اراز وايي چې دوی له پاکستانه د هغو پښتنو پوښتنه هم نشي کولی چې پاکستاني پوځ او ریاست ورباندې ظلم کوي.

په سوېلي پښتونخوا چمن کې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ویزه د تګ راتګ په غبرګون کې د پیل شوي پرلت نن۳۲مه ورځ ده.

دوی وايي که طالبان د پاکستان حکومت په کابل نه وي کینولي نو نن دې خپل دریځ روښانه کړي.

نور ولولئ: د چمن پرلت؛ په ملاتړ یې زرګونو ماشومانو لاریون وکړ

هغو زرګونو کسانو چې د تېرو دوه دېرش ورځو راهیسې د پاکستان له لوري پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د حتمي کولو د پرېکړې په غبرګون کې پرلت وهلی وايي، د طالبانو د چوپ پاته کېدو له امله نن سه شنبه د (لړم ۳۰) د لومړي ځل له پاره پر طالبانو سختي نیوکې وکړې.

د چمن-سپین بولد پر لاره د پاسپورټ غوښتو مسئله کې طالبان شریک دي

د چمن د پرلت سرلاری او د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله د پاکستان له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د حتمي کېدو په اړه د طالبان له لوري د دریځ نه روښانه کولو په اړه وايي پاکستان له افغان کډوالو سره ناوړه انساني چلند او پر سپین بولدک چمن دروازه په پاسپورټ او ويزه تګ راتګ د طالبانو په خوښه تر سره کوي.

نور ولولئ: د چمن پرلت وهونکي به سبا جمعه د ماشومانو لاریون هم وکړي

نوموړی وايي: «اسلامي امارته که ته د پنجاني، امریکايي او یا د روسي په خوله نه یې راغلی اعلان وکړه چې، پاسپورټ نه منو که تاته (طالبان) د پنجابي له لوري افغانستان درکول شوی دی پر دغه دروازه د پاسپورت نه منلو اعلان وکړه او که اعلان نه شې کولای نو بیا دا موږ ته رامعلومه ده چې پټه خوله اقرار ده او که ته چوپ پاته یې تا د دغه ولس پر سر سودا کړي ده.»

همدارنګه نوموړی د طالبانو د چوپتیا په غبرګون وایي: «نور مو بس ده ډیر چوپ پاتې شوئ. طالبانو د پاسپورټ پر مسله خوله چوپه نیولې ده وطن یې پلورلی دی د پښتو ژبه دې پلورلې ده. له افغانانو سره چې د پاکستان له لوري کوم ظلم کیږي دا لس او شل کاله مخکې ولې دا نه ورسره کېدل نن ستا په خوښه پر افغانانو دا ظلم روان دي.»

دواړو لورو ته یوه قبیله اوسېږي

د چمن پرلت د مرکزي کمېټې غړی امیر عبدالخالق وايي: «دلته خبره د کاروبار نه ده دلته خبره د اړیکو ده، زموږ د خپلو هغه کورنیو سره چې د سپین بولدک لوري ته دي اړیکې پرې شوې دي تګ راتګ بند شوی دی. خو د دې لارې په اړه باندې هر ډول تصمیم او پرېکړه یوازې زموږ په لاس کې ده موږ د پاکستان د حکومت هیڅ پرېکړه نه منو.»

له دغه پرلت څخه په هرو څو ورځو کې یو سیاسي ګوند خپل ملاتړ اعلانوي. او د بلوچستان ایالت ګڼ شمېر ګوندونه د یاد پرلت د پاسپورټ او ویزې نه منلو غوښتنې څخه ملاتړ کوي.

پرلت وهونکو نن یو ځل بیا د چمن ځايي چارواکو ته ګواښ وکړ او ویې ويل، که په چمن کې د پاسپورټ جوړولو دفترونه وتړل شي. پرلت وهونکي به په چمن کې ټولې دولتي ادارې بندې کړي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان لا هم د پرلت وهونکو غږ نه دی اورېدلی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button