د چهارشنبې په ورځ ۶۵۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه کړای شوي
اړوند خبر:
د ایران سني مذهب امام عبدالحمید: له افغان کډوالو سره د ایران چلند نه زغمونکی دی
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې برخه کې د طالبانو د حکومت عالي کمېسیون ویلي، پرون چهارشنبه د هېواد له بېلابېلو لارو ۱۲۲۰ کډوالې کورنۍ چې، د غړو شمېر یې ۶ زره ۴۶۲ تنه کیږي په اجباري توګه له پاکستانه راستانه کړای شوي.
یاد کمېسیون ویلي، دغه شمېر کډوال د کندهار سپین بولدک، هرات اسلام کلا، نیمروز ورېښمو پل او هلمند بهرامچې له لارې هېواد ته راستانه شوي.
دغه راز له کابل څخه ۵۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲زره ۷۹۶ تنه کیږي کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ولایتونو ته انتقال شوي.
په بېرته راستو شویو کډوالو د لارې کرایې سربېره میلیونونه افغانۍ نغدي مرسته هم وېشل شوې.
دغه راز د یوه بل خبر له مخې طالب مسوولان وایي تېره اونۍ کې د پاکستان له زندانونو ۳۰۰ افغان زندانیان خوشې شوي او هېواد ته راستانه کړای شوي دي.



