ساینس او ټېکنالوژي

د چټ جي‌پي‌ټي او د ګوګل کمپنۍ مقابله؛ اوپن اې ای نوی براوزر معرفي کړ

اړوند خبر:

ایا مصنوعي ذهانت به د بشر د له منځه وړلو سبب شي؟

د اوپن‌اې‌آی شرکت، چې د چټ‌جي‌پي‌ټي مصنوعي ځيرکتیا جوړوونکې ده، د سې‌شنبې په ورځ د تلې په ۲۹مه د اتلس (Atlas) په نوم د انټرنېټ یو نوی پلټونکی (براوزر) معرفي کړ، چې د دې شرکت د مصنوعي ځيرکتیا د وړتیاوو پر بنسټ کار کوي او د ګوګل کروم لپاره یو مستقیم سیال بلل کېږي.

د اوپن‌اې‌آی اجرائیه مشر، سام آلټمن،  د معرفۍ په ژوندۍ خپرونه کې وویل:

«دا د مصنوعي ځيرکتیا پر بنسټ جوړ شوی ویبپلټونکی دی، چې د چټ‌جي‌پي‌ټي په محور راڅرخي.»

اوپن‌اې‌آی په وروستیو میاشتو کې هڅې زیاتې کړې دي څو د ګوګل سیالۍ ته دوام ورکړي، په داسې حال کې چې ګوګل هم د خپل لټون له انجن او نورو خدماتو سره د مصنوعي ځيرکتیا وړتیاوې یوځای کوي.

آلټمن او د ده د شرکت یو شمېر مشرانو د «ایجنټ مُوډ» (Agent Mode) په نوم یو نوی حالت معرفي کړ، چې په هغه کې چټ‌جي‌پي‌ټي کولای شي د کاروونکي پر ځای په انټرنېټ کې پلټنه وکړي.

د آلټمن په وینا، په دې حالت کې چټ‌جي‌پي‌ټي په خپلواکه توګه له براوزر څخه کار اخلي او د خپلې پلټنې پایلې کاروونکي ته وړاندې کوي.

نوي څېړنه وايي، مصنوعي زبر ذهانت بشریت له منځه وړلی شي

هغه وویل:

«په دې حالت کې، چټ‌جي‌پي‌ټي ستاسو معلوماتو او ترتیباتو ته لاسرسی لري او خپله په ویب کې ګرځي. تاسو کولای شئ د دې پروسه ووینئ یا یې پرېنږدئ، خو مهمه دا ده چې دا ستاسو پر ځای له انټرنېټه کار اخلي.»

د آلټمن په وینا، اټلس براوزر له سې‌شنبې راهیسې د هغو کمپیوټرونو لپاره چې د اپل اپرایټنګ سیستم‌ لري، کارېدلی شي، خو ایجنټ مُوډ به یوازې ناوړیا (پېسو ورکونکو) چټ‌جي‌پي‌ټي کاروونکو ته فعال وي.

هغه زیاته کړه:

«موږ غواړو دا براوزر هرڅومره ژر د وینډوز او موبایل وسایلو لپاره هم وړاندې کړو، خو لا تراوسه د وخت مشخص جدول نه لرو. دا پروژه لا هم د پرمختګ په لومړیو پړاوونو کې ده.»

هغه ځانګړتیاوې چې د اټلس د معرفۍ په ژوندۍ خپرونه کې وښودل شوې، له هغو ځانګړتیاوو سره ورته وې چې مخکې په ګوګل کروم او مایکروسافټ ایج  براوزرونو کې موجودې وې.

له بلې خوا، د ټکنالوژۍ ستر شرکتونه — اما‌زون، ګوګل، مېټا، مایکروسافټ او د ایلن مسک شرکت XAI — له هغه وخته راهیسې چې د چټ‌جي‌پي‌ټي لومړۍ نسخه د ۲۰۲۲ په وروستیو کې وړاندې شوه، په مصنوعي ځيرکتیا کې میلیاردونه ډالر پانګونه کړې ده.

اټلس براوزر  په داسې وخت کې وړاندې شو، چې ګوګل  خپل براوزر، کروم د امریکا د سیالۍ ضد له سترې قضیې څخه له انحلال وژغوره. خو سره له دې، قاضي د ځینو اصلاحاتي بدلونونو امر ورکړی چې اغېزې یې لا روښانه نه دي، په ځانګړي ډول اوس چې مصنوعي ځيرکتیا د لټون انجنونو لپاره یو جدي رقیب ګرځي.

قاضي امیت مهتا، چې تېر کال یې ګوګل په آنلاین لټون کې د غیرقانوني انحصار په ساتلو تورن کړی و، دا شرکت د کروم له خرڅلاو څخه معاف کړ، خو امر یې وکړ چې ګوګل باید خپله ډیټا له نورو شرکتونو سره شریکه کړي، څو هغوی هم وتوانېږي د خپل لټون‌انجنونه جوړ کړي.

د دې پرېکړې له مخې، ګوګل نور نه شي کولای د انحصاري تړونونو له لارې ځان د یوازیني لټون‌انجن په توګه د وسایلو یا خدماتو پر مخ وټاکي.

قاضي مهتا څرګنده کړه، چې له هغه وخته چې د امریکا د عدلیې وزارت او ۱۱ ایالتونو د ګوګل پر ضد د سیالۍ ضد قضیه پیل کړه (په ۲۰۲۰ کال کې)، د بازار وضعیت په پام‌وړ ډول بدل شوی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button