اقتصاد او سوداګري

د چین او افغانستان ترمنځ د باروړونکي اورګادي تګ راتګ پیلېدل

د چین او افغانستان ترمنځ د باروړونکي اورګاډي تګ راتګ بېرته پیل شو

چین وايي، د افغانستان او چین ترمنځ د بار وړونکي اورګاډي تګ راتګ پیل شوی دی.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی او په دغه هېواد کې د طالبانو سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ نن بیا د باري اورګاډي د پیلېدو خبره کوي. د دغه اورګاډي تر بیا پیلېدو نږدې اونۍ مخکې په کابل کې د چین سفیر وویل، چې له افغانستان سره ګمرکي تعرفه ختموي.

د چین او افغانستان ترمنځ اول ځل د ۲۰۱۹ کال د مارچ په اوله د چین- حیرتان پټلۍ له لارې باري اورګاډی پیل شو، خو وروسته وځنډېد.

خو د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشایونګ نن بیا د دې اورګاډي د پیلېدو خبره کوي.

حیرتان بدر ته د یاد ګاډي روانېدل

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې نن د جیانګسو ولایت له نانټونګ ښار کې په ۵۵ ډبو بار دا اورګاډی د افغانستان حیرتان ته روان شو.

په بېجینګ کې د طالبانو سفیر بلال کریمي هم په خپل اېکس کې لیکلي، چې یوشیاویونګ او نورو چینايي چارواکو سره په ګډه یې د افغانستان او چین تر منځ د باري اورګاډي افتتاح وکړه.

نور ولولئ: قزاقستان وايي، افغانستان ته به د کانونو د استخراج وسایل صادر کړي

نور ولولئ: چین: ډېر ژر به افغانستان ته له تعرفې پرته د سوداګرۍ بلنه ورکړو

نور ولولئ: د سواګرۍ وزیر: غواړو له قزاقستان سره سوداګري ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړو

د ښاغلي کریمي په خبره، دغه اورګاډی په برقي سامان آلاتو، رخت او نورو توکو بار ۵۰ کانټینرونه انتقالوي، چې په شلو ورځو کې به له نانتونګ ښار څخه د حیرتان بندر ته و رسیږي.

دا هم ولولئ:  طالبان وايي، افغانستان به د چین د یوه کمربند او سړک پروژې غړی شي

بلال کریمي وايي، د دغه اورګاډي پیلېدو سره به د افغانستان او چین ترمنځ سوداګري پراخه شي.

د افغانستان په کانونو کې د چین پانګونه

چین د څو محدودو هېوادونو په څېر له طالبانو سره ښه اړیکي لري او د دې ډلې په واکمنېدو سره یې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونې ته مخه کړې ده.

دغه هېواد له افغانستان سره په نورو برخو کې هم سوداګري زیاتول غواړي.

په افغانستان کې د چین سفیر جاو شينګ د اکتوبر پر ۲۵ د طالبانو له مرستیال عبدالکبیر سره تر لیدنې وروسته خپل اېکس کې ولیکل: “چین به له افغانستان سره د ۱۰۰ سلنې تعرفې په ځای صفر سلنه تعرفه وړاندې کړي.”

طالبان دا هڅه هم کوي چې له چین سره پر اورګاډي سربېره د واخان له لارې هم سوداګري ولري.

طالبان وايي، د چین تر پولې یې د واخان لار سوداګرۍ لپاره جوړه کړې ده.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button