اقتصاد او سوداګري

د چین د ریل ګاډي اوله ټرانیزیټي جوپه هرات ولایت ته ورسېده

د طالبانو ټولګټو وزارت وايي، د چین د ریل ګاډي لومړۍ ټرانزیټي جوپه له ایران څخه هرات ته ورسیده

د افغانستان پخواني اسلامي جمهوریت د ځانګړو پلانونو له مخې هڅه کوله چې سوداګرۍ کې د کراچۍ پر بندر د افغان سوداګرو اتکا راکمه او پر ځای یې له منځنۍ اسیا او له اروپایي هېوادونو ته سره سوداګرۍ ته مناسبې لارې پیدا کړي. شنونکي وايي، چې طالبان هم د جمهوریت پر پله مخکې روان دي او ورځ تر ورځ پر پاکستان د سوداګرۍ اتکا کمېږي.

په راغلي رېل ګاډي کې څه شی وو؟

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د ایران د ریل پټلۍ له لارې د چین د ریل ګاډي لومړۍ جوپه هرات ته ورسیده. د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وايي، دغه کارګو چې د اوسپنې ۱۰۰۰ لولې په کې بار وې، له بندر عباس څخه د هرات د روزنیک سټېشن ته ورسېده.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند د جمعې په ورځ د (مرغومي اوومه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي: «دغه کارګو چې له چین څخه یې خپل سفر پیل کړی و، د بندر عباس له لارې د ایران د ریل پټلۍ له لارې افغانستان ته رسېدلی دی.»

ښاغلي حق‌شناس د بندر عباس – هرات ترانزیټي لارې د دې کارګو لېږد «د افغانستان د ټرانزیټي اړیکو د پراختیا او له ازادو اوبو سره د دغه هېواد د نښلولو په برخه کې یو مهم ګام بللی دی.»

نور ولولئ:  د افغان-ټرانس په اړه میرضیایف او پوتین له یوه او بل سره لیدلي دي

نور ولولئ:  افغانستان ته د اوسپتنې پټلۍ له لارې ۷۱زره مټریک ټنه انتقالات

هغه همداراز وویل چې د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ بشپړېدل به د افغانستان اقتصاد ته نوې وړتیاوې رامنځته کړي او په سیمه کې به سوداګري او ټرانزیټ پراخ کړي.

له نړیوالو اوبو سره د افغانستان نښلول

د ایران د ریل پټلۍ له لارې د افغانستان د نړۍوالو اوبو سره د نښلولو پروژه څو کاله وړاندې پیل شوه. د دې سترې پروژې کار د ولسمشر اشرف غني د واکمنۍ له وخت راهیسې په څو پړاوونو کې پلې شوې ده.

تر دې وړاندې افغان سوداګرو نړۍوالو اوبو ته یوازې د پاکستان له لارې او د کراچۍ بندر له لارې لاسرسی درلود.

د پاکستان سخت دریځونه د دې لامل شوي چې افغان سوداګر خپل سوداګري له کراچۍ څخه ایران او چابهار له لارې ترسره کړي.

پر دې سربېره، افغان سوداګرو هم بار، بار له تهران غوښتي چې افغاني صادراتو ته په خپلو بازارونو کې زمینه برابره کړي، خو ایران تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button