اقتصاد او سوداګريسیاست

د ډالر پر وړاندې د افغانۍ بې ارزښته کېدل؛ طالبان ۲۷ میلیونه نور ډالر لیلاموي

اړوند خبرونه:

امرالله صالح: طالبانو د افغانۍ د کنټرول په موخه پر «شهزاده سرای» هجوم ور وړی

له تېرو دوو اوونیو راهیسې د اسعارو په بازار کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر لوړېدو سره هممهاله افغانستان بانک ویلي چې سبا چهارشنبه به ۲۷ میلیونه ډالر په ازاد بازار کې وپلوري.

افغانستان بانک نن (سه‌شنبه، د سلواغې۹مه) په ایکس پاڼه له ټولو صرافیو او د پیسو د تبادلې له مرکزونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د خبرپاڼې له مخې چې لیلام ګټوونکي باید د لیلام د ورځې ترپایه خپل حسابونه تصفیه کړي.

د افغانستان بانک تېره دوشنبه او شنبه د افغانۍ ثبات په موخه ۴۵ میلیونه ډالر لیلام کړل.

د افغانستان بانک په وینا، “د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.”

سره له دې د افغانستان بانک وایي چې د یاد بانک د سرپرست په ګډون د صرافانو ټولنې له استازو سره د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانۍ د ارزښت ساتنې، احتکار او اسعارو د قاچاق د مخنیوي اړوند مسایلو خبرې شوې دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button