ټکنالوجينړۍ خبرونه

د ډوب شوي اوبتل پاتې شونو کې د انسانانو هډونه موندل شوي

د امریکا ساحل ساتونکو ادارې یوې بېړۍ د ټيټان پاتې شوني ساحل ته لیږدولي دي

د امریکا ساحلونو ساتونکې ادارې (کوسټ ګارد) مسوولین وايي، فکر کېږي چې د ټیټان نومي اوبتل پېښه کې پاتې شونو کې د مړو شویو انسانانو د بدن ځینې غړي موندل شوي او ښکاري چې داد انسانانو دي.

دا اوبتل د ټایټانیک نومې ډوب شوې بېړۍ پاتې شونو پسې د جون پر اتلسمه د سمندر ژورو ته له کوزېدو وروسته چاودلی او پکې ناست پنځه کسان مړه شوي وو. د چهارشنبې پر ورځ د دې اوبتل ځینې موندل شوې برخې په کاناډا کې سنټ جونز ته راولېږدول شوې.

دغه اداره د پلتڼو په لومړي پړاو کې

د امریکا ساحل ساتونکو اداره چې په وینا یې د پېښې په هکله د پلټنو لومي پړاو کې ده وايي، د اوبتل د کېناستو چوکاټ او شاتنی پوښ یې په پاتې شونو کې موندلي دي. دا اداره زیاتوي د امریکا طبي ماهرین به د هغه څه معاینات وکړي، چې دوی ګومان کوي، د انساني بدن غړي دي.

د کوسټ ګارډ ادارې په وینا د دوی د سمندري تحقیاتو څانګې مسوولین به دا پاتې شوني د معایناتو او ارزونې لپاره د امریکا ساحل ته ولېږدوي.

نور ولولئ: په لادرکه شوي اوبتل کې د ټولو سپرو کسانو د مړينې اعلان

د دې ادارې یوه مسوول کس کپتان جېسن نیوبایویر پر چهارشنبه یوه اعلامیه کې له هغو کسانو چې د پېښې په هکله پلټنې کوي، د مننې تر څنګ وویل: ”په دې لړ کې چې د ټیټان له لاسه ورکولو لاملونه معلوم شي او د دا ډول غمجمنې پېښې بیا رامنځته کېدو مخنیوی وشي، لا هم پاموړ کارونه پاتې دي. ”

ټيټان اوبتل ولې د سمندر تل ته کوز شو؟

ټیټان اوبتل کې په ۱۹۱۲ کال کې د ډوبې شوې تاریخي ټایټانیک بېړۍ پاتې شونو کتلو لپاره پنځه کسان سمندر ته له کوزېدو نژدې یو نیم ساعته وروسته د دې اوبتل چاودنې له کبله ووژل شول. د ټایټانیک پاتې شوني د اټلانټیک سمندر په تل کې ۳۸۰۰ متره لاندې پراته دي.

په دې اوبتل کې د اوشین ګېټ نومي شرکت مشر ۶۱ کلن سکټون رش، ۵۸ کلن هامیش هارډینګ، ۴۸ کلن شهزاده داود او ۱۹ کلن زوی یې سلیمان داود او ۷۷ کلن فرانسوي لامبوزن پاول هنري نارګیولیت ژوند له لاسه ورکړی و.

د امریکا ساحل ساتونکو اداره وايي، تر اوسه یې د ټایټانیک مخکینۍ برخې سره نژدې یې له یوې پراخې ساحې پنځه لویې ټوټې موندلې دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button