افغانستاننړۍ

د ډونالډ ټرمپ مرستیال: طالبان د نړۍ تر ټولو بد ترهګر دي

اړوند خبرونه: 

م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې نجونې پکې ښوونځي ته نه شي تللی

توماس: افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو پر تګ او ټولیزو ګټو اجماع شته

د امریکا مرستیال ولسمشر جې. ډي. وانس د جمعې په ورځ طالبان “د نړۍ تر ټولو په بدو ترهګرو ډلو” کې وشمېرل او د بایډن اداره یې تورنه کړه چې له افغانستانه د ګډوډ وتلو پر مهال یې طالبانو ته د ملیاردونو ډالرو پوځي وسایل پرېښودل.

وانس، چې د امریکا د فضایي ځواکونو د عملیاتو مرکز د لیدو لپاره ګرینلنډ ته تللی و، د ۲۰۲۱ کال د وتلو پروسه “ناورین ته ورته تېروتنه” وبلله، چې د ۱۳ امریکایي سرتېرو د وژل کېدو او د شاوخوا ۸۰ میلیاردو ډالرو پوځي تجهیزاتو د بایللو سبب شوه.

هغه وویل:

«زما په یاد دي چې شاوخوا څلور کاله مخکې، د امریکا پوځي مشرتابه یوه تراژیکه تېروتنه وکړه، چې ۱۳ بې‌ګناه امریکایان یې ووژل او شاوخوا ۸۰ میلیارد ډالره پوځي وسایل یې د نړۍ یوې تر ټولو بدو تروریستي ډلې ته وسپار..»

وانس امریکایي رسنۍ هم تورنې کړې، چې د بایډن د ادارې د وتلو پر مهال یې د دوی د کړنو د پټولو هڅه کړې ده.

دا لومړی ځل دی چې د ټرمپ ادارې یو جګپوړی چارواکی په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې، چې واک یې ترلاسه کړی دی، طالبان په ښکاره “ترهګره ډله” بولي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ، تل له افغانستان د وتلو پر پرېکړې نیوکه کړې، او د هغو پوځي تجهیزاتو بېرته ترلاسه کولو موضوع ته یې پام اړولی، چې امریکا په افغانستان کې پرېښي دي.

خو له دې سره سره په وروستیو کې د امریکا او طالبانو په اړیکو کې د ښه والي لور ته ځینې ګامونه اخیستل شوي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button