د ډونالډ ټرمپ وژونکی افغان او د ایران استخباراتو لخوا ګومارل شوی و
د امریکا د عدلیې وزارت وايي، د ډونالډ ټرمپ وژونکی په خټه افغان او د سپاهپاسدران لخوا ګومارل شوی و
پر ټرمپ برید کوونکی فرهاد شاکري نومېده او د ایران د استخباراتو غړی و.
د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، فرهاد شاکري چې د ایران لهخوا د ټرمپ د وژلو لپاره ګومارل شوی و، په خټه افغان دی.
دغه وزارت په یو بیان کې لیکلي، چې د منتهن په فډرالي محکمه کې د یو شکایت له مخې د سپاه پاسداران یو چارواکي په تېره سپټمبر میاشت کې له شاکري غوښتي و، چې د ټرمپ د وژلو لپاره یوه تګلاره جوړه کړي.
داد ایران جوړه شوي توطئیه وه
د امریکا د عدلیې وزارت د جمعې په ورځ د ډونالد ټرمپ د ترورولو په اړه د ایران د حکومت لهخوا د جوړې شوې توطیې په اړه تازه جزییات خپاره کړل.
د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، د سپاه پاسداران یوه چارواکي شاکري ته ویلي و چې که له ټاکنو وړاندې یې ټرمپ ترور نه شو کړای؛ نو دغه چاره دې له ټاکنو وروسته ترسره کړي.
د هغه په وینا، کېدای شي ټرمپ په ټاکنو کې ماته وخوري چې هغه مهال به یې ترورول اسانه هم شي.
نور ولولئ: د امریکا انتخابات؛ د ډونالډ ټرمپ او کماله هرېس تر منځ لومړنۍ مناظره
نور ولولئ: ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د امریکا ولسمشر وټاکل شو
امریکایي څارنوالانو ویلي، شاکري ته تر دې وړاندې هم په امریکا کې د امریکایي او اسراییلي چارواکو سپارښتنې شوې وې؛ خو د سپاه پاسداران چارواکو ډېر ټینګار په دې کاوه، چې خپله ټوله پاملرنه باید د ټرمپ په ترور ورټوله کړي.
فرهاد شاکري په ایران کې اوسېدلی و
د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، فرهاد شاکري د ایران د سپاه پاسداران لهخوا ګومارل شوی و، هغه په ایران کې ژوند کړی او په ماشومتوب کې امریکا ته مهاجر شوی دی او په ۲۰۰۸ کال کې د غلا په تور ۱۴ کاله بندي شوی و او بیا د همدغه تور له امله له امریکا اېستل شوی و.
د عدلیې وزارت په بیان کې راغلي، چې شاکري اېف بي ای ته ویلي، هغه نه غوښتل د هغو اوو ورځو په ترڅ کې چې سپاه پاسداران هغه ته د ټرمپ د وژلو د پلان جوړولو لپاره مهلت ورکړی و دغه پلان جوړ کړي.
د امریکا د عدلیې وزارت د جمعې په ورځ درې کسه د امریکایي وګړو د ترور په تور له هغې ډلې د ډونالد ټرمپ د وژلو په تور تورن کړي دي.
د امریکا د عدلیې وزارت د بیان له مخې، ۵۱ کلن شاکري د ایران اوسېدونکی، د نیویارک د بروکلین اوسېدونکی ۴۹ کلن کارلایل ریورا مشهور په «پاپ» او د نیویارک د اسټاتن ایلنډ اوسېدونکی ۳۶ کلن جاناتان او د هولټ، د یو امریکایي وګړي د وژلو په تور تورن شوي دي.