د ډینګي تبه؛ افغانستان کې شکمنې پېښې په یوه میاشت کې نږدې پنځه برابره زیاتې شوې

د ډینګي تبه په افغانستان کې د اندېښنې وړ شوې ده. د روغتیا نړیوال سازمان د اکتوبر په میاشت کې ۱۶۷۵ شکمنې پېښې او یوه مړینه راپور کړې ده.
په افغانستان کې د ډینګي ناروغۍ شکمنې پېښې د سپټمبر په پرتله د اکتوبر په میاشت کې نږدې پنځه برابره زیاتې شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د بېړني وضعیت د اکتوبر میاشتني راپور له مخې، په دې میاشت کې د ناروغۍ ۱۶۷۵ شکمنې پېښې او یوه مړینه ثبت شوې ده.
په سپټمبر کې بیا ۳۶۴ شکمنې پېښې ثبت شوې وې او د مړینې هېڅ پېښه نه وه راپور شوې.
د دغو شمېرو پرتله ښيي چې د یوې میاشتې په موده کې شکمنې پېښې شاوخوا ۳۶۰ سلنه زیاتې شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د اکتوبر ثبت شوې مړینه په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د دې ناروغۍ له امله لومړنۍ راپور شوې مړینه ده.
د ډینګي تبه ولې په اکتوبر کې زیاته شوې؟
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د پېښو وروستی زیاتوالی د ناروغۍ له معمول موسمي بهیر سره سمون لري.
د دغه سازمان په پخوانیو میاشتنیو راپورونو کې هم د ناروغۍ د شکمنو پېښو د ثبت یادونه شوې ده.
د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په جولای کې ۴۷۳، په اګست کې ۲۷۹ او په سپټمبر کې ۳۶۴ شکمنې پېښې ثبت شوې وې.
خو په اکتوبر کې دا شمېر ۱۶۷۵ ته لوړ شو، چې د تېرو دریو میاشتو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.
سره له دې، د روغتیا نړیوال سازمان په یاد راپور کې نه کومه ځانګړې وبا اعلان کړې او نه یې هغه ولایتونه مشخص کړي چې شکمنې پېښې پکې ثبت شوې دي.
د ډینګي تبه کومې نښې لري او څنګه یې مخنیوی کېدای شي؟
ډینګي یوه ویروسي ناروغي ده چې د اخته مچیو د چیچلو له لارې انسانانو ته لېږدېږي.
د ناروغۍ عامې نښې لوړه تبه، سخت سرخوږی، د عضلو او بندونو درد، زړه بدوالی او د پوستکي دانې دي.
ډېری ناروغان روغېږي، خو په ځینو کسانو کې ناروغي سختېدای شي او د وینې بهېدو یا د بدن د غړو د زیانمنېدو لامل کېدای شي.
د مچیو د چیچلو مخنیوی، د ولاړو اوبو له منځه وړل او د کورونو شاوخوا د مچیو د زیاتېدو د ځایونو پاکول د ناروغۍ د مخنیوي مهمې لارې دي.
که ناروغ د شدید نس درد، پرلهپسې کانګو، وینې بهېدو یا غیرعادي کمزورۍ نښې ولري، باید ژر روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي.



