ستاسې اند او نظر

د ژوند په اړه درې خبرې.

د ژوند معنی د اړیکې ، تفاهم او خدمت له لارې د انسان غوړیدل دي. د دې لپاره چې د معنی لرونکي ژوند ولري ، موږ دا هم لیدلی شو چې ځینې شیان به اړتیا ولري چې په لوبیدو کې ويانسان چې په ښه او بد پوه شي ورو ورو د ژوند مسولیت ور په غاړه کېږي، په حقيقت کې په ژوند ې د انسان فردي مسولیت ډېر اسانه بيانولی شو، دا چې يو انسان په مالي ډول خپلواک وي دا شايد د انسان د ځان سره تر ټولو لویه ښېګڼه وي، يو سړی چې په خپل ځان پسې نه رسي، په خپله سرپناه او خېټه پسې نه رسېږي نو داسې يو سړی به څه ډول تفکر وکړي؟ هغه به څه ډول د ژوند مانا پیدا کوي، حقيقت دا دی چې ډېر کم خلک د سخت فقر او بدې ورځې په پايله کې د ژوند د مانا او حقيقت په هکله څه پيدا کولی شي، نور ډېری سهار او بیګاه د رزق او ژوند په ګېم او  bلوبه کې مشغول وي.

د ژوند حقیقت په اصل کې له همدې لارو تېر هم دی، ذلت او راحت، يو انسان چې ډېر ذليل شي د نړۍ په هکله، د ژوند په هکله، نړۍ ته د راتګ په هکله يو ځل فکر کوي، ددې ټولو د مانا په هکله پوښتنه ورسره پيدا کېږي.

او دوهمه لاره بيا داسې وي چې يو سړی د ژوند هر عيش او نوش وکړي، نور ورته د ژوند ددې مزو څه جذابيت نه وي پاتې، دا کس نور د خوند هخوا د يو څه په هکله فکر کوي.

خو ددې دواړو ډلو وروسته يو ډله خوشبختان نور هم شته چې هغوی بيا د ژوند حقیقت بېدون د ډېرو ګناهونو او بېدون د ډېر‌ ذلت څخه زده کوي، دا ډول کسان ډېر کله د داسې کسانو اولادونه وي، يا د داسې کسانو سره په کوچني سن کې مخ شي چې هغوى د ژوند په هکله کافي تجربه لري، دوی د زده کړې، مطالعې، څېړنو او تفکر له لارې د نړۍ حقيقت درک کوي او همغه غوندې حرکت کوي.

په ژوند کې مالي خپلواکي تاسې د ډېرو بې ځايه ذلتونو څخه ژغوري، د خپلو پرېکړو او خپلواک مو کوي، د بل نظر او نورو د خبرو له تحميل او تپل کېدو مو ژغوري، بېدون له دې چې مالي خپلواکي ولرئ يا مستقيم په ژوند کې ناکامېږئ او يا هم خپل ژوند مو د نورو د پرېکړو باندې وي، په دې مانا چې څوک مو مالي ملاتړ کوي، د هغوی خبره به ستاسې د خبرې لوړه وي، دا سمه ده چې پيسې هر شی نه دي، خو نتنی ماحول داسې دی چې بې پيسو کېدی شي تاسې بې له دې چې کوم غټ کار وکړئ د کوم کار په هکله قدم هم وانخلئ، د پيسو په قدر به هله پوه شئ چې بې پيسو شئ، په دې هکله د نصيحتونو څخه تېر شئ او هڅه وکړئ ژر مالي خپلواکي ترلاسه کړئ.

د هېڅ شي ظاهري څېره د باور وړ نه ده، د باور کلمه مو د ژوند دوهمه کلمه کړئ، لومړۍ کلمه په خپله پوهېدل او يا هم سل سلنه تخنيکي کنټرول دی، ددې هخوا باور تل ستاسې د خوبونو د قاتل چانس د ځان سره لري، ټول انسانان د حواسو څښتنان دي، دوی هر وخت د يوې بې سارې پیښې، بې ساري وړاندیز په ليدو بدلېدی، متاثره کېدی شي، ددې خاطره هېڅکله په دوهم انسان مطلق باور مه کوئ، بلکې لومړی کنټرول او تدبیر وروسته باور، که داسې وکړئ هېڅکله به داسې وانه وايئ؛ چې ما څه فکر کوو او دا څه وشو، تر ټولو ډېر بيا د معاملو په هکله بيدار اوسئ، د مقابل طرف په هکله پوره هرڅه وسنجوئ، هر ډول سناریو ته تل تیار اوسئ او هیچاته بې فکره په ګير ځان مه ورکوئ.

انسانان په هېڅ صورت د باور وړ نه دى، تاسې په هر حالت کې په نيمه لار کې پرېښودلای شي، له دې کبله د ژوند په هره مهمه پرېکړه کې يو دوهم پلان هم ولرئ، دا د هر څه په هکله دوهم پلان تاسې هم له بدترينې پایلې څخه ژغوري، هم مو وخت سپما کوي، حالات هم تل د باور وړ نه وي، د دوهم پلان درلودل مو په بدو شرايطو کې هم ملاتړ کوي، خو ددې لپاره مجبوره یاست يو ډېره ښه دوهم پلان هم جوړ کړئ، ټول احتمالونه وسنجوئ او بیا پلان جوړ کړئ.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button