د ښځو فوټبال نړیوال جام، د انګلنډ ښځینه فوټبال لوبډله پایلوبې ته لار ومونده
د انګلنډ د ښځو فوټبال لوبډله اسټرالیا ته په ماتې ورکولو سره د نړیوال جام پایلوبې ته ووته
د انګلنډ د ښځو فوټبال لوبډلې د چارشنبې په ورځ کوربه لوبډلې اسټرالیا ته د ۳ـ۱ ماتې ور کولو سره اول ځل د ښځو فوټبال نړیوال جام پایلوبې ته لار ومونده.
انګلنډ د یکشنبې په ورځ له اسپانیا سره پایلوبه لري.
د یادې لوبډلې د بریا راز په ښه روزونکې کې دی
د هالنډ اوسېدونکې او د انګلنډ ملي لوبډلې روزونکې سرینا وایګمن چې ۲۰۱۹ کې یې خپله ملي لوبډله تر پایلوبې رسولې وه، د انګلنډ په نننۍ بریا سره لومړنۍ روزونکې شوه چې د دوو مختلفو هېوادونو لوبډلې د نړیوال جام تر پایلوبې رسوي.
د انګلنډ د ښځو لوبډلې تر دې مخکې د اروپا جام پایلوبه ګټلې ده.
هېوادوال یې ورته د لا ځلېدو هیلې لري
که د ښځو نړیوال جام هم وګټي، نو اول ځل به په یوه کال کې دوه نړیوالې اتلولۍ په خپل نوم کړي.
تېرو دوو نړیوالو جامونو کې د انګلنډ ښځینه لوبډله نیمه پایلوبه کې له لوبغاړي اېستل شوې وه.
په سږنیو سیالیو کې د اسټرالیا د ښځو لوبډله هم اول ځل نیمه پایلوبې ته رسېدلې وه او اوس به د دریم مقام د ګټلو لپاره له سوېډن لوبډلې سره سیالي کوي.
د ۲۰۲۳ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې اول ځل ۳۲ لوبډلې ګډون لري. دا سیالۍ د اسټرالیا او نوي زیلنډ په کوربتوب روانې دي.
نور ولولئ: د ښځو فوټبال نړیوال جام؛ د سویډن او اسپانیا لوبډلې نیمه پای لوبې ته لار ومونده
له دې وړاندې انګلنډ او اسټرالیا یو ځای نیمه پایلوبې ته وتلي و. د ۲۰۲۳ میلادي کال د ښځو د نړیوال جام په کوارټر فاینل لوبه کې د انګلنډ فوټبال لوبډلې کولمبیا ته ۱-۲ ماتې ورکړې وه.
همدارنګه په دې سیالیو کې د اسټرالیا لوبډلې فرانسې ته د ٦-٧ نتیجې سره ماته ور کړه او نیمه پایلوبې ته ووته.
د انګلنډ او کلمبیا د سیالۍ لومړۍ نیمایي ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده، خو د انګلستان لوبغاړو د دویمې نیمایي په ۶۳مه دقیقېه کې بل ګول وواهه او سیاله لوبډله یې ماته کړه.
د اسټرالیا لوبډلې هم په پنالټي کې د فرانسې ماتولو سره نیمه پایلوبې ته لار برابره کړه.
انګلنډ او اسټرالیا به په نیمه پایلوبه کې سره لوبېږی.
د ښځو نهم نړیوال جام په اسټرالیا او نوي زیلنډ کې روان دی. دې جام کې ۳۲ لوبډلې په اتو ډلو کې سره لوبېږي.