Uncategorized

د ښځو فوټبال نړیوال جام؛ د سویډن او اسپانیا لوبډلې نیمه پای لوبې ته لار ومونده

د ښځو د ۲۰۲۳ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې د سویډن او اسپانیا لوبډلې نیمه پای لوبې ته لار ومونده

په یادو سیالیو کې د ځینو هېوادونو ښځینه لوبډلې خورا ښه ځلېدلي دي چې په دې لوبډلو کې د یادو هېوادونو لوبډلې هم شاملې دي او ښې لوبې یې ترسره کړي دي.

د ښځو د فوټبال نړیوال جام په کوارټر پای لوبه کې د جمعې په ورځ دوه لوبې وشوې چې لومړۍ سیالۍ کې د اسپانیا ښځینه فوټبال لوبډلې هالنډ ته ۱-۲ ماتې ورکړه.

د سویډن ښځینه لوبډلې بریا

د سویډن لوبډله هم په دغه ورځ د جاپان لوبډلې ته د ۱-۲ په ورته ماتې سره نیمه پایلوبې ته ووته.

نور ولولئ: د ښځو فوټبال نړیوال جام سیالۍ؛ د امريکا لوبډلې لوبه مساوي کړه

د اسپانیا ښځینه لوبډله اول ځل د دې جام سیالیو نیمه پایلوبې ته وځي.

سوېډن هم د دې اتلولیو نیمه پایلوبې ته د وتلو لپاره جاپان او امریکا چې پخوا یې د دې سیالیو اتلولي هم ګټلې مات او له لوبو و اېستل.

د اسپانیا او سویډن پرمختللې لوبډلې به راتلونکې سې شنبه د سیالیو په نیمه پایلوبه کې له یو بل سره ولوبیږي.

له دې وړاندې انګلنډ د نایجریا په ماتولو منځ‌لوبو ته لار پیدا کړې وه

انګلنډ ښځینه فوټبال لوبډلې نایجریا لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره نیمه منځ‌لوبې ته لار پیدا کړه

د ښځو فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن دوشنبه د انګلنډ او نایجریا لوبډلو په زړه پورې لوبه وکړه. د لوبې تر پایه هېڅ لوبډله ونه توانېده چې د سیالې لوبډلې دروازه پرانیزي.

د لوبې په وروستیو کې، د انګلنډ لوبډلې لوبغاړې لارین جیمز ته سور کارت ورکول شو او دغې لوبډلې په خپلو لسو لوبغاړو تر فشار لاندې لوبه وکړه.

د افریقا لویې وچې دغې نهه ځلې اتلې لوبډلې خپل د لوبې پلان په بشپړ ډول پلی کړ، د انګلنډ لوبډله یې نهیلې کړې وه او ګول وهلو ته یې پرېنښوده.

نور ولولئ: د ښځو فوټبال نړیوال جام پیل؛ لومړۍ لوبه له استرالیا، نیوزیلنډ وګټله

په پایله کې خبر تر پینالټیو ورسېده. په پینالټیو کې د نایجریا لوبغاړي ښه ونه ځلېدل او دوه لوبغاړي یې په ګول وهلو ونه توانېدل چې په پایله کې دا لوبه ۲-۴ انګلنډ لوبډلې وګټله او منځلوبو ته یې لار ومونده.

د انګلنډ ښځینه لوبډلې درې لوبې ګټلې دي خو نایجریا بیا دوه لوبې مساوي او یوه یې ګټلې وه.

د ښځو نړیوال جام سیالۍ د  په کوربتوب پیل شوې، چې د اګست میاشتې تر شلمې نېټې به دوام وکړي.

د ښځو نړیوال جام سیالیو کې ۳۲ لوبډلې په اتو ګروپونو کې سیالي سره کوي، اوسمهال لوبې د ۱۶ غوره لوبډلو ترمنځ روانې دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button