لوبې

د ښځو فوټبال نړیوال جام سیالۍ؛ د امريکا لوبډلې لوبه مساوي کړه

د ښځو نړیوال جام سیالیو په لړ کې د امریکا اتلې لوبډلې په سخت رقابت کولو سره لوبه مساوي کړه

د ښځو نړیوال جام چې په اسټرالیا او نیوزیلنډ کې ترسره کېږي، تېره ورځ په کې یوه په زړه پورې سیالي وشوه. په دغې سیالۍ کې د تېر پړاو پایلوبې ته دوه وتلې سیالې لوبډلې، امریکا او هالنډ له یو بل سره مخ شوې.

نور ولولئ: فوټبال: افغان ښځینه لوبډلې د بریتانیا پارلمان ښځینه لوبډله ماته کړه

امریکا چې په نړۍ کې د ښځو فوټبال تر ټولو ویاړلې لوبډله لري او په تېرو دوو پړاونو کې یې څلور ځله اتلولۍ ګټلې دي، د نننۍ لوبې په لومړۍ نیمايي او ان د دویمې نیمايي په لسو دقیقو کې هم ونه شوای کولای چې خپله اتلولي ثابته کړي. خو هالنډۍ لوبډلې بیا پر لوبې ډېر کنټرول درلود او ډاډمنه برېښېده. هالندۍ لوبډلې وکولای شول د لوبې په ۶۰ دقیقه کې د نړۍ پر اتلې لوبډلې یو ګول ووهي.

په یوازې دوه دقیقو کې د امریکا لوبډلې ثابتېدل

خو د امریکا لوبډلې یوازې دوه دقیقې وروسته د لوبې په ۶۲ دقیقه کې ګول وکړ او لوبه یې مساوي کړه. چې د لوبې تر پایه پایله همدا پاتې شوه او لوبه ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.

په دې سره دواړه لوبډلې د څلور – څلور نومرو په درلودلو سره د خپل ګروپ په سر کې ځای لري.

نور ولولئ: د ایران لوبډلې افغانستان ته په فوټبال کې ماتې ورکړه

په نورو سیالیو کې کاناډا وتوانېده چې ایرلنډ ته په ماتې ورکولو سره د خپل ګروپ په سر کې ځای ونیسي. ایرلنډ وار دمخه خپله لومړۍ لوبه اسټرالیا ته بایللې وه. او د دې لوبې په بایللو د نړیوال جام سیالیو له بهیره وروسته پاتې شوه. ایرلنډ هڅه کوله چې له کاناډا دا سیالي وګټي او د مخته تګ لپاره باید لږترلږه یو دوه نومرې ولري، دوی وتوانېدل چې د لوبې په لومړيو پنځو دقيقو کې د کاناډا پر لوبډلې ګول ووهي، خو د لوبې ګټلو لپاره دا یو ګول بس نه و، بلکې کاناډا وتوانېده په ځواب کې یې دوه ګولونه ووهي. او مخ ته د تګ لپاره د ایرلنډ هیلې پای ته ورسوي. کاناډا اوس په خپل ګروپ کې لومړی ځای لري.

د جاپان او اسپانیا تر منځ سیالي

د چهارشنبې ورځې په سیالیو کې بیا اسپانیا او جاپان خپلې سیالې لوبډلې ماتې کړې.

جاپان چې په خپله لومړۍ لوبه کې یې زامبیا ته ۵-۰ ماتې ورکړې وه، په دویمه لوبه کې کوسټاریکا ته په دوه ګولونو ماته ورکړه او د ۶ نومرو په ترلاسه کولو یې بل پړاو ته لاره ومونده.

اسپانیا هم چې په لومړۍ لوبه کې یې کوسټاریکا ته ماتې ورکړې وه، د چهارشنبې په ورځ زامبیا ته په ۵ ګولونو ماتې ورکړه او د ۶ پواینټونو په لرلو یې له جاپان سره یو ځای د ۱۶ لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کړه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button