افغانستان

د ښځو نړیواله ورځ؛ د افغان مېرمنو پر زده کړو او اساسي حقونو ټینګار وشو

د مارچ اتمه یا د ښځو نړیواله ورځ په مناسبت د هالنډ PTM لخوا په جوړه شوې غونډه کې د افغان مېرمنو پر زده کړو، د پاکستان د بریدونو پر غندنه او د ښځو پر تاریخي مبارزې مفصلې خبرې وشوې.

د مارچ د اتمې یا د ښځو نړیواله ورځ په مناسبت، د هالنډ PTM لخوا د ایکس سپېس (X Space) په بڼه یوه ځانګړې انلاین غونډه جوړه شوه. په دغه ناسته کې د بېلابېلو برخو ویاندویانو د افغان ښځو پر زده کړو، د هغوی پر ټولنیز موقف او د هېواد پر اوسني وضعیت خپل نظرونه شریک کړل.

download

د ښځو نړیواله ورځ او د افغانستان اوسنی وضعیت

د غونډې په پیل کې د هالنډ PTM غړې سایرې نورزۍ وویل چې، سږ کال د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځي چې د پاکستان له لوري د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری دوام لري او په دغو بریدونو کې ګڼ شمېر ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. هغې ټینګار وکړ چې افغان میرمنې دغه بریدونه په کلکه غندي او د بشري حقونو له نړیوالو سازمانونو غواړي چې په دې اړه خپل روښانه دریځ څرګند کړي.

آغلي نورزۍ زیاته کړه چې جګړه یوازینۍ ستونزه نه ده، بلکې د زده کړو له حق څخه محرومیت د افغان مېرمنو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی.

dsc00982

مبارزه او د بدلون پیل

د پیوستون ټولنې د مشرتابه غړې ګلالۍ مومند غونډې ته وویل چې د ښځو نړیواله ورځ یوازې د نمانځنې لپاره نه، بلکې د حقونو د ترلاسه کولو لپاره د مبارزې یو سمبول دی. د نوموړې په وینا، د ښځو حقونه د خلکو د دوامداره هڅو له لارې ترلاسه کېږي او دغه مثبت بدلون باید له کوچنیو ګامونو، لکه زده کړو او د کورنۍ په کچه د برابرۍ له رامنځته کولو پیل شي.

دا هم ولولئ:  امرالله صالح: طالبان هڅه کوي چې قومي جوړښتونه له منځه یوسي

تاریخي رول او زده کړې

په دغه انلاین غونډه کې غرڅنۍ وطنیار او شهنازشاه هم خبرې وکړې. دوی د مېرمنو پر تاریخي رول رڼا واچوله او د ټولنې په پرمختګ کې یې د ښځو زده کړې یو حیاتي او نه بدلیدونکی ارزښت وباله. هغوی وویل چې له زده کړو پرته د ټولنې سوکالي ممکنه نه ده.

202203247d3d8e07e0574c2d9f7ea318942ba802 5235750b 91d0 4fef 9dff b29466287c45 1

د پوهاوي له لارې د حقوقو ترلاسه کول

د غونډې په وروستۍ برخه کې ډاکټر قدرت الله علیخېل د ښځو د وضعیت پر بدلون خبرې وکړې. هغه وویل چې د ښځو نړیواله ورځ موږ ته دا پیغام راکوي چې ښځې د پوهاوي او فکري مبارزې له لارې خپل حالت بدلولی شي. نوموړي د بېلګې په توګه د اروپایي ښځو تاریخي مبارزې ته اشاره وکړه چې د اوږدې مبارزې په پایله کې یې خپل اوسني حقوق ترلاسه کړي دي.

د غونډې ګډونوالو یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ښځو نړیواله ورځ هغه وخت رښتینې معنی پیدا کوي چې افغان مېرمنې خپلو ټولو انساني او اسلامي حقونو ته لاسرسی ولري.

لیلا حبيبي

لیلا حبيبي یوه د روغتيا او زده‌کړې خبریاله ده چې د طبي پرمختګونو، د ښوونځیو د اصلاحاتو او د عامه هوساینې د نوښتونو په اړه لیکنې کوي. د هغې کار د ټولنې د روغ ژوند او تعلیمي ودې په ترویج تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button