ژوند

د ښځینه زده‌کوونکو انتظار ته ځواب شته؟

ښځينه زده‌کوونکې په تمه دي چې طالبان دوی ته کله د زده‌کړو اجازه ورکوي؟

د کانونو او پټرولیمو وزارت سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور د ۱۴۰۱ ښوونیز کال تر را رسېدو وړاندې ویلي وو چې ډېر ژر به د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي، خو لاهم اسلامي امارت خپلې ژمنې نه دي عملي کړې.

د یادې موضوع په اړه د طالب چارواکو پرله‌پسې ژمنې

د افغانستان د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان هم د نجونو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه خوشخبري ورکړې وه او ویلي یې وو چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تر امر ثاني پورې تړل شوي او ډېر ژر به پرانیستل شي، خو اوس د ۱۴۰۲لمریز کال درې میاشتې په پوره کېدو دي، لاهم د نجونو ښوونځیو پرانیستلو برخلیک نامعلوم دی.

هغه ویلې وو: «زه خپلو خلکو او خویندو ته دا ډاډ ورکوم چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره به خویندو ته هم د زده کړو اجازه ورکړل شي.»

زیات ولولئ: افغانستان کې د نجونو ښوونځيو تړل کېدو ۶۰۰ ورځې کيږي خو طالبان یې پرانستلو لپاره لا هم تګلاره نه لري

له بل لوري یو شمېر زده‌کوونکې ګیله‌منې دي چې لاهم ورسره د زده کړو په برخه کې شوې وعدې نه دي عملې شوي.
زده کوونکې مستوره په دې اړه وايي:

«زه دې وضعیت زیاته نهیلې کړې یم، له حکومتي مسوولینو غواړم چې په خپلو وعدو عمل وکړي، دوی باید ژر تر ژره زموږ پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.»

د ښوونځي یوه بله زده کوونکې نظیره هم ورته غوښتنه لري.

«زه غواړم چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم، له اسلامي امارت څخه غواړم چې زموږ غږ واوري او په خپلو وعدو عمل وکړي.»

د طالبانو لوړپوړی چارواکی عباس ستانکزی

د طالبانو ځينې لوړ پوړي چارواکي هم زده کړه د هېواد د ټولو وګړو حق ګڼي. تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي هم په دې اړه ویلي وو: “نجونې چې علم او شریعت زده کوي، باید چېرته لاړې شي، دوی اړتیا لري، تر څو ښووونځیو او مدرسو ته لاړې شي.”

نور دوه کاله پوره کېږي چې په افغانستان کې د ښځینه زده‌کوونکو پر وړاندې د علم دروازو خلاصول پر یوه معما بدله شوې ده. په دې اړه موږ هڅه وکړه چې طالبي حکومت د مسوولینو تازه نظر هم واخلو، خو بریالي نه شوو. په دې اړه طالبان هېڅ شرعي دلیل نه لري نو ځکه رسنیو ته هم نه حاضرېږي چې ځواب ووايي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button