سیمه

د کابل او لوګر ترمنځ د ملي بس شرکت فعالیت بیا پیل شو

د لوګر مسوولین وایي چې د کابل – لوګر ترمنځ د ملي بس موټرو تګ راتګ له لس کلن ځنډ وروسته بیا پیل شوی دی.

د لوګر د ترانسپورت مسوولینو په وینا چې هلته د ملي بس ترانسپورتي شرکت به د اصولو مطابق خدمات وړاندې کوي او همداراز د یاد ولایت له اوسېدونکو غوښتل شوي چې کابل ته د تګ او بېرته تګ لپاره له دغو موټرو استفاده وکړي.

په ورته وخت کې د لوګر د ترانسپورت مدیر، مولوي محمد عمر په یاد ولایت کې د ترانسپورت اړوند د زیاتو پرمختګونو د رامنځته‌کېدو خبره کړې او ډاډ یې ورکړی چې په راتلونکي کې به دې برخې ته پراختیا ورکوي.

هاخوا د لوګر یو شمېر اوسېدونکو کابل ته د ملي بس شرکت د خدماتو پیل ښه زېری بللی، خو د دې لپاره یې د نویو موټرو پر واردېدو ټینګار کړی، او په وینا یې چې د دغه شرکت اوسني موټر تر ډېره له کاره لوېدلي دي.

له لوګر څخه کابل ته د ملي بس شرکت د معلوماتو له مخې چې له لس کلن ځنډ وروسته به د دوی د خدماتو له بیا پیل سره سم هره ورځ څلور ملي بس موټر سپرلۍ لېږدوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button