د کابل ستونی وچېږي؛ د اوبو ناورین مخ په ژورېدو دی
اړوند خبرونه:
د امریکا نظامي اډو د افغانانو صحت او چاپیریال ته پام نه کاوه
اوچا وايي افغانستان کې ۲۱.۲ میلیونه خلک د څښلو اوبو ته لاس رسی نه لري
په ناپاک چاپیریال لرونکو هېوادونو کې د افغانستان ۷ مقام
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه تازه او هر اړخیز راپور کې د کابل د اوبو کړکېچ ته کتنه کړې او دغه ښار یې د یوې داسې جدي ستونزې پر پوله ولاړ ښودلی چې ښايي راتلونکې یې له ګواښ سره مخ کړي. راپور د یوې وروستۍ دوبي ماښام صحنې په انځورولو سره پیلېږي… دوه ګاونډیان د اوبو پر سر له یو بل سره په لفظي شخړه اوړي؛ هغه اوبه چې په چټکۍ سره د کمېدو په حال کې دي.
امان کریمي په داسې حال کې چې د جومات له نل څخه یې د خپلې ګاونډۍ له لاسه نللیکه واخیسته، په غوسه یې وویل: “ته له څلورو ډبو سره راغلې او کتار دې مات کړ. دا زما وار دی او زما حق دی.” دا صحنه د کابل د اوسني وضعیت یوه کوچنۍ خو ترخه بېلګه ده. ښار په تدریجي ډول وچېږي، چې لامل یې د بارانونو او واورو کمښت او د غیرقانوني ژورو څاګانو کیندل دي.
د مرسي کورپس (Mercy Corps) په نوم یوې نادولتي موسسې په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی چې کابل ښايي لومړنۍ عصري پلازمېنه شي چې د ځمکې لاندې اوبو زېرمې یې په بشپړه توګه پای ته ورسېږي. وړاندوینه دا ده چې که وضعیت همداسې دوام ومومي، د کابل شپږ میلیونه اوسېدونکي به تر ۲۰۳۰ کال پورې د اوبو له شدید کمښت سره مخ شي. د کابل د اوبو زېرمې په هغه کچه چې بېرته ډکېږي، دوه چنده په چټکۍ سره تشېږي.
کابل، چې یو وخت د واورو غرونو او دریو سیندونو په منځ کې پروت ښار و، هېڅکله د یو وچ ښار په توګه نه پېژندل کېده. خو په تېرو ۲۵ کلونو کې د دې ښار نفوس شاوخوا شپږ چنده زیات شوی، په داسې حال کې چې د اوبو د مدیریت لپاره کوم اغېزناک سیستم نه دی جوړ شوی. د استوګنې کورونو، کارخانو او شنو خونو د ځمکې لاندې اوبو استخراج هېڅ ډول قانوني چوکاټ نه لري.
د دې ستونزې اغېزې یوازې په کابل پورې محدودې نه دي. د ملګرو ملتونو په وینا، هر کال لږ تر لږه ۷۰۰،۰۰۰ افغانان د اقلیمي بدلون، په ځانګړې توګه د وچکالۍ له امله بې ځایه کېږي. د افغانستان له ۴۲ میلیونه وګړو څخه یو پر درېیمه برخه یې پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
له ۲۰۲۱ کال وروسته، کله چې نړیوالې مرستې ودرېدې، د بندونو او پایپ لاینونو ډېرې پروژې نیمګړې پاتې شوې. د طالبانو حکومت د مالي سرچینو له کمښت سره مخ دی او تر اوسه نه دی توانېدلی چې له نږدې بندونو او سیندونو څخه ښار ته اوبه را انتقال کړي.
د کابل یوازې پنځمه برخه اوسېدونکي نل لیکو اوبو ته لاسرسی لري، خو دا سیستم هم ډېری وختونه ناکاره وي. اوس د کابل ژوند د اوبو په ټانکرونو، چینايي زرنجونو او پخوانیو شوروي لاریو پورې تړلی دی، چې د ښار په کوڅو کې اوبه پلوري. هغه کورنۍ چې د اوبو اخیستلو توان نه لري، د جوماتونو په کمېدونکو څاګانو یا د شتمنو خلکو په مرستو تکیه کوي.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، مطیع الله عابد، په یوه مرکه کې ویلي: “زموږ پروژې لویې دي او موږ یوازې د نیمایي لګښت د پوره کولو توان لرو.” په داسې حال کې چې د کابل د اوبو کړکېچ ورځ تر بلې ژورېږي، د دې ستونزې حل لارې د نړیوالو مرستو او خصوصي پانګونې په تمه دي، هغه څه چې اوسمهال په نشت حساب دي.