کورني خبرونه

د کابل ډرون برید په اړه هیڅ یوه امریکايي پوځي په جزا محکوم نه شو

د امریکايي رسنیو راپورونو کې همدغی  هېواد دفاع وزارت چارواکو  ویلی چی  د هغه ډرون برید په اړه  به هېڅ امریکايي پوځي یا چارواکي  په جزا محکوم نه شی  چې تېر اګست میاشت  کابل کې د اوو کوچنیانو  په ګډون لس ولسي وګړی  وژلی وو

راپورونو کې د امریکا دفاع وزارت لوړپوړو چارواکو  ویلی  چی  دفاع وزیر لوید استن دې قضیه کې مسوولو وګړو  ته جزا  نه ورکولو په اړه  د امریکايي پوځ دوو لوړپوړو قومندانانو سپارښتنې منلې . په دې اړه  نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دوشنبې پر ورځ راپور  خپور کړی . د نیویارک ټایمز راپور کې ویلی چی  د امریکا مرکزي قومندانۍ مشر جنرال کینټ مکنزي او د امریکايي پوځ ځانګړو عملیاتو قوماندې مشر جنرال ریچارډ ډي کلارک ته دنده سپارلې وه.

نور یی ولوله | برتانيا د افغانستان سره د ۷۵ ميليونو پاونډو بیړنۍ مرستې ژمنه وکړه

 چې د دې پېښې په اړه  د مسوولو وګړو  احتمالي بې ګناه سزا ورکولو یا رتبې ټیټولو په اړه  پرېکړه وکړي چې د راپور کی راغلی  دوی د هیڅ یوه پوځي لپاره د جزا محکومولو لپاره  دلایل  نه دی موندلی دا برید له افغانستان څخه  د بهرنیو ځواکونو د وتلو په وروستیو ورځو کې شوی  چې د امریکايي چارواکو  ویلی  موخه  یې د اسلامي دولت ډلې وسله وال وو خو د لومړنۍ څیړنی  په پایله کې دا برید یوهَ تېروتنه بلل شوې له هغه څخه  وروسته د امریکايي پوځ مرکزي قومندانۍ جنرال کینیټ مکینزي د اګست ۲۹ دا پېښه یوه   ستراتيژیکه تېروتنه بللی .

 تېر نومبر میاشت د دې پېښې په اړه  د یوې بیا څیړنی  پایله کې ویل شوی  چې هیچا له ډسپلین  څخه سرغړونه نه ده کړې  ځکه باید هیچا ته  انضباتي سزا ورنه کړل شي  د بیا پلټنه  پایله کې ویل شوي له هېڅ قانونه سرغړوونه نه ده شوې او د بې پروایۍ په اړه  هېڅ ثبوت نه دی موندل شوی .

ګڼ شمېر رپورونو  کې ویلی  د امریکا دفاع وزیر لوید اسټن د دوشنبې پر ورځ دغه بیا  پلټنه تایید کړه دغه برید په کابل هوايي ډګر کې له هغه ځانمرګي برید لس ورځې څخه  وروسته شوی  چې پایله کې یې ۱۷۰ عام وګړی  او ۱۳ امریکايي پوځیان وژل شوی و.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button