Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

سیمه‌ییز

د کابل-کندهار لویې لارې ترافیکي پېښو کې ۱۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

طالبان وايي، د کابل – کندهار د لویې لارې ټرافیکي پېښو کې ۴۴ کسان مړه او ۷۶ نور ټپیان دي

د کندهار او کابل تر منځ ترافیکي پېښې اکثره وخت ډېرې کېږي، خو پر طالبانو نیوکه داده چې دوی په اوس وخت کې یوازې لیسانسونه ویشي، او شرایط یې په پام کې نه نیول کېږي.

په غزني ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، چې د کابل – کندهار د لویې لارې په ټرافیکي پېښو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۴۴ او د ټپیانو ۷۶ ته لوړ شوی دی.

دغه پېښه کله رامنځته شوې ده؟

دغه پېښې تېره شپه شاوخوا ۱۱بجې د کابل- کندهار په لویه لار د غزني مرکز شهباز او اندړو ولسوالۍ ناني سیمه کې رامنځته شوې وې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس یو ساعت وړاندې د مړو شمېره ۵۵ خپره کړه وه؛ خو اوس یې له اېکس پاڼې خپله دغه لیکنه لرې کړه ده.

‏په هغې لیکنه کې په غزني ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر حمید الله نثار په حوالې راغلي و، چې لومړنۍ پېښه ‏د اندړو ولسوالۍ په ناني سیمه کې د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر د ټکر له امله شوې ده.

نور ولولئ: تخار: په ترافیکي پیښه کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي

نور ولولئ: افغانستان کې، تېرو ۶ میاشتو کې ۱۲ سوه کسان ترافیکي پېښو کې مړه شوي

هغه ویلي و، په دغې پېښه کې ۳۰ تنه مړه شوي دي.

هغې لیکنې وړاندې کاږلي و، په دویمه پېښه کې چې د غزني ښار مرکز اړوند شهباز سیمه کې د ۵۸۰ ډوله باروړونکي موټر او د تېلو د ټانکر تر منځ رامنځته شوې په کې ۲۵ تنه مړه شوي دي.

د ځینو کسانو وضعیت د اندېښنې وړ دی

هغه زیاته کړې، په دواړو پېښو کې ټولټال ۷۶ کسان ټپیان شوي هم دي، چې د ځینو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د ټپیانو نازک روغتیایي حالت ته په کتو، ښایي د مړو په شمېر کې زیاتوالی راشي.

تر دې وړاندې ځینو سرچینو ویلي و، چې مسوولانو کابل ته د ټپيانو د لېږدولو په موخه الوتکه ورغوښتې وه؛ خو د خرابې هوا له امله الوتکه وانه ستول شوه او ټپيان اوس‌مهال د ځمکې له لارې د کابل روغتونونو ته د لېږدولو په حال کې دي. ‏

دا په داسې حال کې دي چې په بدخشان او ځینو نورو لویو لارو کې هم د خطرناکو ترافیکو پېښو خبرونه ورکول کېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button