سیمه‌ییز

د کابل-کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښه کې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي

د وردګو ولایت امنیه قومنداني وايي، چې دغه خونړۍ ترافیکي پېښه تېره شپه د کابل-کندهار پر لویه لار رامنځته شوي ده.

د وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار په لویه لاره د ترافیکي پېښې له امله ۷ کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د وردګو د امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي چې دا پېښه تېره شپه د کابل – کندهار په لاره د لوکسل او فیلډر موټرو د ټکر له امله شوې ده.

د مسوولینو په وینا چې د دې پېښې له امله په مړوشویو کې دوې مېرمنې او پنځه ماشومان شامل دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د دې پېښې ټپيان د سیداباد ولسوالۍ د ملک محمدخان روغتون ته وړل شوي او د پېښې په تړاو څېړنې پیل شوې دي.

د ویلو ده چې په تېرو دریو کلونو کې د هېواد په نږدې ټولو ولایتونو کې ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

په هېواد کې د دې ترافیکي پېښو له امله د نارینه‌وو په ګډون وخت ناوخت ښځې او ماشومان هم ژوند بایلي.

بلخوا د سرپرست حکومت مسوولینو بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط وکړي او د سورلۍ ژوند وژغوري.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button