اقتصاد او سوداګريټکنالوجي

د کاسا ۱۰۰۰ په اړه د دریو هېوادونو غوښتنه

درېوو هېوادونو په کاسا۱۰۰۰ پروژه کې د افغانستان د فعالې ونډې غوښتنه کړې ده

کاسا ۱۰۰۰ پروژه په سیمه کې یو لویه پروژه بلل کېږي چې په دې پروژه کې ۱۳۰۰ میګاواټه برښنا له تاجکستان او قرغزستان د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي.

د تاجکستان، قرغزستان او پاکستان د برښنا وزیرانو د کاپ۲۸مې غونډې په څنډه کې له افغانستان څخه غوښتي چې د برښنا د لېږد په کاسا۱۰۰۰ پروژه کې فعاله ونډه واخلي. دوی په اعلامیه کې لیکلي: «موږ غواړو چې په افغانستان کې د کاسا۱۰۰۰ پروژې کار بیا پیل کړو؛ ځکه د افغانستان له ګډون پرته به دا پروژه خپل ارزښت له لاسه ورکړي.»

نور ولولئ: برښنا: کابل کې دوه صنعتي پارکونو ته ۱۸ ساعته برښنا ورکړل شوه

د کاسا۱۰۰۰ پروژه هغه پلان دی چې له مخې به یې له تاجکستان او قرغزستان څخه ۱۳۰۰ مېګاواټه برښنا افغانستان او بیا پاکستان ته رسېږي او ۵۶۲ کیلومتره له افغانستان څخه تېرېږي.

په همدې حال کې د افغانستان د اوبو او برښنا وزارت چارواکي وايي چې په افغانستان کې د کاسا۱۰۰۰ د برښنا د لېږد پروژې ۵۰ سلنه کار بشپړ شوی او د دې پروژې د بیا پیل لپاره هڅې روانې دي.

طالبانو د طرح چمتوال ښودلی

د دغه وزارت ویاند مطېعالله عابد وايي، د دې پروژې د عملي کېدو لپاره طرحه کابینې ته لېږل شوې، څو یې د خصوصي سکټور پر مټ عملي کړي او په خبره یې، ۴۵ میلیونه ډالره ګټه یې افغانستان ته رسېږي.

نور ولولئ: ملا برادر: ایران دې د برښنا تولید برخه کې همکاري وکړي

د يادونې ده چې د کاسا۱۰۰۰ پروژې پلان په ۲۰۰۵ کال کې د سيمه‌ييزو اقتصادي همکاريو په کنفرانس ريکا کې وړانديز شو او ټاکل شوې وه چې تر ۲۰۲۰ کال پورې عملي شي، خو لا هم د دې پروژې کار نه‌دی بشپړ شوی.

د کاسا ۱۰۰۰ اهمیت

له منځنۍ اسیا جنوبي اسیا ته د انرژي د لېږدولو په برخه کې کاسا ۱۰۰۰ مهمه پروژه بلل کېږي چې ددې پروژې په تطبیق سره به نورو هغو پروژو ته هم لارې هواروي چې په نورو برخو کې د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه ورته اړتیا لري.

دا رنګه د ټاپي پروژه هم ده چې په دې کې هم تاجکستان، افغانستان، پاکستان او هند شامل دي. په دې پروژه کې هم د سیمې هېوادونه ډېره دلچسپي لري او د تطبیق غوښتنه یې کوي.

دا پروژې ځکه ځنډلې چې په افغانستان کې د طالبانو او نورو جنګونو او نا امنیو له امله ددې زمینه نه برابرېده چې یادې پروژې پیل شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button