افغانستاننړۍ

د کاناډا د کابینې وزیر: افغانستان ته به روښنايي بېرته راشي

اړوند خبرونه: 

د افغان کډوالو په اړه له پاکستان او طالبانو د چین غوښتنه

طالبان وايي، افغانستان به د چین د یوه کمربند او سړک پروژې غړی شي

د کاناډا د کابینې د عامه خدماتو او تدارکاتو وزیر علي احساسي ویلي چې افغانستان ته به روښنايي بېرته را وګرځي او د دې هېواد خلک به بیا په عدالت کې ژوند وکړي.

ښاغلي احساسي چې د اکمل امیري، عبدالبصیر اندرابي او د هغوی د ملګرو د دویم تلین په مراسمو کې خبرې کولې، ژمنه وکړه چې د کاناډا حکومت به د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ وي.

د جنوبي سالنګ سیمه کې د ازادۍ جبهې د غړو د وژل کېدو دویم تلین پرون (یکشنبه، د حمل ۲۴مه) د کاناډا په تورنتو ښار کې ونماځل شو.

یاده دې وي چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د حمل میاشت کې د ازادۍ جبهې ۷ غړي د طالبانو لخوا په جنوبي سالنګ کې وژل شوي وو.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button