اقتصاد او سوداګري

د کانونو او پټرولیم وزارت: د ټاپي نل‌لیکې کارونه ۸ کیلومټره بشپړ شوې

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت مسئولان وایي، د ټاپي پروژې پر وړاندې هیڅ ډول خنډ نشته او په خبره یې افغان خاوره کې د دغې پروژې کارونه ۸ کیلومټره بشپړ شوي دي.

د یاد وزارت ویاند همایون افغان رسنیو ته ویلي، چې افغانستان ته د ټاپي پروژې ۱۰.۲ کیلومټره پایپ لاین لېږدول شوی او د ۹.۲ کیلومټره نور پایپ لاین د نصب لپاره ځکمه چمتو شوې ده.

نوموړی زیاتوي، راتلونکي کال کې د هوا او شرایطو ښه کېدو سره به د دې پروژې چارې نورې هم چټکې شي.

د ټاپي سترې پروژې چارې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د افغانستان په خاوره کې پیل شوې، چې د ترکمنستان ګاز پاکستان او هند ته انتقالوي.

د معلوماتو له مخې افغانستان به په کلني ډول ۴۰۰میلیونه ډالر د ټرانزیټ حق او ډېره اندازه ګاز له دې لارې ترلاسه کوي.

دا پروژه د ګازو یوه نللیکه ده چې شاوخوا ۱،۸۱۴ کیلومتره اوږدوالی لري.

د دې نللیکې له لارې به طبیعي ګاز د ترکمنستان له “ګالکینیش” ګازو زیرمې څخه، چې د نړۍ له سترو زیرمو څخه یوه ده، افغانستان ته انتقالېږي، او بیا پاکستان او هندوستان ته رسېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button