سیمه ییز خبرونهکورني خبرونه

د کانګو ناروغي: کابل کې اته کسان مړه شوي

په تېرو دوو اوونیو کې کابل کې د کانګو ناروغۍ له امله اته کسان مړه شوي دي

کابل کې د انتاني ناروغیو ملي او تخصصي روغتون مسوولان وايي چې پلازمېنه کابل کې پر کانګو ناروغي د اخته ناروغانو شمېر لوړ شوی دی.

د یاد روغتون د مسوولانو په وینا، د تېرو دوو اوونیو پر مهال اته کسان پر یادې ناروغۍ له اخته‌کېدو وروسته مړه شوي دي.

کابل کې د انتاني ناروغیو ملي او تخصصي روغتون ډاکټر فرید عمري وویل: «له اختر وړاندې مو له شپږ تر اتو کسانو بسترول، خو له اختر وروسته چې خلکو روغتیايي سپارښتونو ته پام ونه‌کړ، اوس یې شمېر ۴۰ ته رسېدلی او د مړینې شمېر هم اته کسان دي.»

په روغتون کې د ناروغانو درملنې لپاره ځای نشته

د یاد روغتون مسوولان د ناروغانو درملنې لپاره د ځای کمښت څخه د شکایت ترڅنګ له عامې روغتیا وزارت څخه غواړي چې یاد روغتون کې د ناروغانو درملنې لپاره بسترونه زیات کړي.

په ورته مهال فرید عمري زیاته کړه چې شدیده تبه، د سر درد، د غړو درد، د غاړې شخي، د ملا درد، د سترګو سوروالی او ستړیا پر کانګو ناروغۍ د اخته کس نښې نښانې بولي.

نور ولولئ: هېواد کې د تودوخې زیاتېدا او د نس‌ناستې ناروغي زیاتوالی

هغه له خلکو غواړي چې پر کانګو ناروغۍ د اخته‌‌‌کېدو مخنیوي لپاره باید روغتیايي سپارښتنو ته پام وکړي.

نوموړي وویل: «کله چې څارویو هلالو او زموږ لاس او پېښه زخمي، نو باید څاروي ته نږدې نه‌شو او کله چې هلاله کوو باید دست‌کشې، عینکې، ماسک او موزې ولرو او وروسته هلاله وکړو)).

د اختر قربانۍ کې د څاروي هلالولو له امله ناروغ

په ورته مهال د کابلد انتاني ناروغیو ملي تخصص روغتونکې یو ناروغ وايي چې د لوی اختر پر مهال یې څاروی هلال کړی چې له امله یې پر کانګو ناروغۍ اخته شوی دی.

هغه وویل: «د اختر ورځو کې مو غوا هلاله کړه او کنه مې پر پښه کېښنه چې وروسته مې لرې کړه او زړه کې مې شک پیدا شو او وروسته پر کانګو ناروغي اخته شوم.»

د یادونې وړ ده چې تېر ۱۴۰۱ کال کې کابل کې ۱۶۰ کسان پر کانګو ناروغۍ اخته شوي وو چې له ډلې یې ۳۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ددې تر څنګ له نورو ولایتونو کې د کانګو د ناروغیو راپورونه ورکول کېږي او په روغتونونو کې د درملنې لپاره هم کافي امکانات نشته څو ناروغان پر وخت تداوي کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button