نړیوال خبرونه

د کرغستان پخوانۍ ولسمشره افغانستان لپاره د ملګري ملتنو د مشر خصوصي استازي وګمارل شوه

د افغانستان لپاره ځانګړی استازی

د متحده قومونو مشر یا سېکرېټري جنرل اېنټونیو ګوټېرس د جمعې په ورځ د کرغرستان پخواني صدر روزا اوتن باېیوا د افغانستان دپاره خپله خصوصي استازي وګمارله.

مېرمن اوتن باېیوا به ډېبرا لاینس نیسي. مېرمن لاینس د جون په میاشت کې د چوکۍ پرېښودو اعلان کړی و. د رویټرز خبري ادارې ترمخه افغانستان دپاره د اوتن باېیوا د خصوصي استازي په توګه د ګمارل کېدو اعلان متحده قومونو په یو بیان کې وکړو. رویټرز په خپل رپورټ کې وايي چې د اوتن باېیوا تقرري په داسې حال کې شوي چې په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس هېواد د اقتصادي او بشري بحران سره مخامخ دی او نړیوالې مرستې ته اړتیا لري

نور یی ولوله | د لوګر سیلابونو څومره ښوونځي وران کړل؟

نور یی ولوله | زلمی خلیل‌زاد: امریکا او اسلامي امارت دې د دوحې هوکړه‌لیک عملي کړي

اوتن باېیوا د کرغستان د صدرې نه علاوه د خپل هېواد خارجه وزیره هم پاتې شوي ده. د جون په میاسته کې په افغانستان کې خپل کار سر ته د رسوولو په موقع د مخه ښه په خپل پېغام کې مېرمن لاینز د طالبانو پر “سخت دریځو تګلارو” سخت خفګان څرګند کړو او ویلي يې وو چې طالبان ښځو ته حقونو نه ورکوي،

د مطبوعاتو ازادۍ محدودوي او ټول شموله حکومت نه جوړوي. ‌ډېبرالاینز په 2020 کې په افغانستان کې د متحده قومونو د سیاسي دفتر یوناما د مشرې او په هېواد کې د متحده قومونو د ځانګړې استازې په توګه کار پيل کړی و

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button