سات تيرينړیوال خبرونه

د کرن خان نوې ټپييزې يوه ورځ کې ۱ لک کسانو اورېدلي دي

د پښتو نخوا مشهور سندر غاړۍ کرن خان د خپل نوي البم (ګلقند) ټپييزې تېره ورځ د ټولنيزو رسنيو په يوټيوب او فېسبوک وېبپاڼو نشر کړې وې، چې ويل کېږي په يوه ورځ کې دننه ١٠٠ زره کسانو اورېدلي دي نوموړي دغه ټپيرې په فیسبوک او يوټیوب باندې نشر کړې وې. .

دغه ټپييزې چې د کرن خان په خپل رسمي يوټيوب چېنل باندې د مۍ په ٢٦مه نېټه خپرې شوې دي، تراوسه پورې ١٠٤ زره کسانو اورېدلي دي او لا هم اوریدل کيږي دا هم باید یاده کړو چې دغه چینل به نومړي ته ډیرې پیسې ورکړي کوم چې عام وخت کې چې د چا ویډیو ډیره لیدل کيږي نو د خلکو په حیساب کې پیسې جمع کيږي. .

کرن خان په دې اړه په خپل ټويټر باندې هم په يو ټويټ کې له خلکو څخه مننه کړې ده چې د هغه دغه ټپييزې يې په يوه ورځ کې په دومره ډېره کچه اورېدلي دي. هغه وايي دا زه د خپل ځان او ملګرو لپاره د ډاډ وړ ګڼم.

په یو ورځ کې د یو لاک نه زیاتو خلکو د ګلقند ټپئيزې واورېدې
زه یې د ځان او خپلو همکارانو ملګرو لپاره د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌‌ډ وړ ګڼم
ستاسو ټولو کتونکو او خوښونکو مننه کوم
Karan Khan – Tapaezy (Official) – Gulqand (Video) https://t.co/QrBSMj6Qtn via @YouTube

— Karan Khan (@karanpukhtoon) May 28, 2020


د کرن خان د (ګلقند) البم سندرې په انلاين بڼه په خپل يوټيوب چېنل خپروي، چې له دې مخکې يې د (مور)، (سبحان الله)، (وبا ده) او (سوله) په نوم سندرې مخکې خپرې کړې دي، چې سوله سندره يې څه کم يو ميليون کسانو اورېدلې ده او نورې سندرې يې هم هره يوه له سل زرو څخه زياتو کسانو اورېدلي دي.

د یادونې وړ ده چې کرن خان د پښتو ژبې واحد سندرغاړۍ دۍ چې په پښتو ژبه کې د پېښور پوهنتون نه ماستري لري او یو تعلیم بافتع ځوان هنرمند دۍ. نوموړۍ د پښتونښوا سوات سیمې سره تعلق ساتي او د افغانستان سره ځانګړې مینه لري. نوموړي د سندرو ویلو نه علاوه خپله په خپل لاس شعرونه هم لیکلي دي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button