نړیوال خبرونه

د کرونا ویروس ته تختصیص شوې پیسو کې د فساد په تور څلور والیان څارنوالۍ ته معرفي شوي

د کرونا ویروس ته تختصیص شوې پیسو کې د فساد په تور څلور والیان څارنوالۍ ته معرفي شوي افغان دولت د کرونا پیسو په حساب کې د شفافیت نشتوالي له امله دوه پخواني والیان او دوه اوسني والیان څارنوالۍ ته معرفي کړل.

یادو والیانو کې د هرات پخوانی والي عبدالقیوم رحیمي، د نورستان پخوانی والي حافظ قیوم، د وردګو اوسنی والي مظفرالدین یمین او د بدخشان اوسنی والي ذکریا سودا د کرونا مخنیوي لپاره ورکړل شویو پیسو کې د فساد او اختلاس له امله څارنوالۍ ته معرفي کړۍ شول، د دويي والیانو د اختلاص په اړخ دغه ارزونه د افغانستان د پلټونکې ادارې (بازرس ادارې) لخوا شوې او دغه چارواکي به لویې څارنوالۍ ته د دغو پیسو په اړه راپور وړاندې کوي دې نه مخکې یادې ادارې د عامې روغتیا پخوانی وزیر او درې مرستیالان یې د کرونا په وضعیت کې د ناسم مدیریت او مالي فساد له امله لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

د کویډ۱۹ لپاره تخصیص شوې په پیسو کې د پراخ فساد په اړه راپورونه ورکړل شول، خو اوس وکتل شي چې لویه څارنوالي د دغو چارواکو په اړه څه پرېکړه کوي.ځکه که دا قضیه په سم ډول ونه څېړل شي نو دا به اینده لپاره نورو چارواکو لپاره د نور فساد ته لاره هواره کړي او اینده کې چې پیسې کومک کيږي سمې به نه مصرفيږي ،

بل خو بیا په دا ډول اقداماتو تر هغه وروسته چي د ولسمشرۍ ماڼۍ پلټنې ادارې د عامې روغتيا پخوانی وزير فيروز الدين فيروز د همدې وزارت درېيو پخوانيو او له يوه برحاله مرستیال سره يو ځای څارنوالۍ ته معرفي کړ، ورسره سم د فساد پر وړاندې د حکومت پر اراده او اقدماتو باور زيات شوی دی.

تحلیلګر وايي دې اقدام ته په پام باور لري چې دولت له اداري فساد سره په مبارزه کې جدي دی او زياتوي چې څارنوالۍ ته د مالي اختلاس او له دندې د ناسمې ګټې اخيستنې په تور د فيروز الدين فيروز او د عامې روغتيا وزارت د معينانو معرفي کول هم په ياده برخه کې د حکومت د جديت تثبیتولو په هدف دي.

د کرونا ویروس ته تختصیص شوې پیسو کې د فساد په تور څلور والیان څارنوالۍ ته معرفي شوي

د چارو شنونکی مطيع‌الله خروټي له فساد سره په مبارزه کې د حکومت اراده او جديت تائيدوي او زياتوي چې دغه جديت په ولسي کچه د باور د بېرته اعادې او پراخولو په هدف دی. هغه په دې اړه له سيحون سره خبرو کې زياته کړه د افغاني ټولنې بېلابېل اقشار لکه علماء، سياسون، مدني فعالان او عام خلک يوازې په دولت او نظام کې فساد ته متواجې دي او حکومت هم دا ټکی اوس درک کړی دی. په همدې وجهې هڅه دا ده چې د دولت له ادرسه د فساد پر وړاندې جدي اقدامات وشي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button