لوبېلوبې خبرونهنړیوال خبرونه

د کرکټ درې اړخیزه لوبلړۍ؛ د افغان تنکیو ځوانانو لوبډله پایلوبې ته ووته

د افغانستان د کرکټ له نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې له سريلانکا او بنګله‌دېش سره په درې اړخیزې لوبلړۍ کې یو ځل بیا سريلانکا ته په ۴ منډو ماته ورکړه په دې توګه د دغو سیالیو پایلوبې ته ورسېده

دا پنځوس اوریزه لوبې د متحدو عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې کېږي چې پکې د افغانستان له نولس کلنو د کم عمره ملي لوبډلې څلورمه لوبه او دریمه بریا وه.

د دې لوبې پچه د افغان تنکیو ځوانانو لوبډلې وګټله او پخپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغانستان د نعمان شاه د ۱۱۶ او د محمد هارون او سهیل خان د نیمه سلیزو په مټ د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۳۲۴ منډو نسبتا ستر هدف وټاکه.

د سريلانکایۍ لوبډلې د توپوهنې پیل ښه نه و او د سر درې لوبغاړي یې ژر یو پر بل پسې وسوځېدل.

په دې لوبه کې د کیڼ لاس توپ اچوونکي بشیر احمد وځلیده

دا درې واړه لوبغاړي د افغانستان کیڼ لاسي چټک توپ اچوونکي بشیر احمد وسوځول چې وروسته یې ۴ نورې ویکټې هم واخیستې او د ټولټال ۷ لوبغاړو په سوځولو سره د دې لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

د سريلانکا د منځ لوبغاړو نسبتا اوږده پاڼې ولوبوله او شاوون دانیل پکې په ۱۱۵ توپونو ۱۴۰ چټکې منډې وکړې.

خو دا کافي نه وه او د سريلانکا وروستۍ لوبغاړی د وروستي اوور په ۳ توپ په داسې حال کې وسوځېد چې د لوبې ګټلو لپاره یې ۵ منډو ته اړتیا درلوده.‌

د افغانستان د تنکیو ځوانانو لوبډله په دې درې اړخیزه لوبلړۍ کې له خپلو څلورو د دریو لوبو په ګټلو سره د پواینټونو جدول په سر کې ده او پایلوبې ته ووته.

نور ولولئ: افغان کرکټ ټیم پاکستان ته پرلپسې دویمه ماتې ورکړه

د کرکټ لوبې تعقیبونکو په وینا دا ځل د پخوا پر خلاف وړو لوبغاړو ته د لوبیدو چانس ورکړل شوی و ځکه یې ښه کارکردګي هم لرله.

ټاکل شوې چې د دغو سیالیو پایلوبه د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ وشي.

په ورته مهال د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن بېرته کابل ته راغله

افغان کرکټ ملي لوبډلې له يوه بريالي سفر وروسته نن سهار وختي کابل ته راغله چې د مینه والو له تاوده هرکلي سره مخ شوه.

تر دې وړاندې افغان لوبډلې پاکستان ته ماتې نه وه ورکړې.

نور ولولئ: افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

افغان کرکټ ملي لوبډلې په خپل دغه سفر کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته په شل اوریزه لوبلړۍ کې ۲-۱ ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button