سپورټ

د کرکټ نړیواله شورا د څلورو سیالو لوبډلو ترمنځ د لوبلړۍ له ترسره کوله ناخبره ده

د پاکستان کرکټ بورډ مشر رمیز راجا د کرکټ نړیوالې شورا ته وړاندیز کړی و، چې د څلور سترو او سیالیو لوبډلو ترمنځ دې لوبلړۍ ترسره کړي، خو آی سي سي وایي چې موږ نه یو خبر.

د کرکټ نړیوالې شورا اجراییوي رییس ایلر ډایس وایي، رمیز راجا په دې تړاو له موږ سره خبرې نه دي کړي او تر هغې چې موږ په دې پوه نه شو چې هغه څه فکر لري نو تبصره پرې ستونزمنه ده.

څو ورځې وړاندې د اسټرالیا رسنیو راپور ورکړی و، چې د پاکستان کرکټ بورډ په دې هڅه کې دی چې د څلورو سیالو لوبډلو ترمنځ لوبلړۍ ترسره کړي او د دې لپاره یې چمتوالی هم نېولی دی.

نور یی ولوله | طالبان وایې چې له دې وروسته به د کال لومړۍ میاشت د مالي کال پیل هم وي

د اسټراليا رسنیو زیاته کړې وه، چې د پاکستان کرکټ بورډ د څلور اړخيزه لوبلړۍ د ترسره کولو په اړه غور کوي او بورډ به یې ډېر ژر خپل پلان اعلان کړي.

په دې توګه رمیز راجا په پلان کې لري چې د ایشیز لوبلړۍ د لوبډلو اسټرالیا او انګلستان ترڅنګ هر کال د پاکستان او هند لوبې هم ترسره شي او په دې ډول به یو څه ګټه هم وکړي

زرینه نوري

زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button