تجارت خبرونه

طالبان وایې چې له دې وروسته به د کال لومړۍ میاشت د مالي کال پیل هم وي

افغانستان کې د طالبانو حکومت د مرغومي یا جدي له میاشتې د مالي کال پیلول لغوه کړي او پر ځای یې د وري یا حمل میاشت د مالي کال پیل او د بودیجې وړاندي کولو وخت بللی دی. یوی سرچینې په رپوټ کې ویل شوي، د طالبانو کابینې په وروستۍ غونډه کې له همدې حسابه د پاتې دریو میاشتو ‘مرغومي، سلواغې او کب ‘ لپاره د ضمیمه بودیجې طرح له هېڅ بدلون راوستلو پرته تصویب کړه. د یادولو وړ ده چې په لوېډیځو هېوادو کې هم مالي کال د اپریل په میاشت کې پیل کېږي چې د وری میاشتې سره سمون لري.

طالبان وايي، دا بودیجه یې له کورنیو امکاناتو پر مټ چمتو کړې. طالبانو له دې مخکې دسمبر میاشت کې ویلي و، د راتلونکي مالي کال لپاره یې بودیجه وروستۍ کړې ده او د تصویب لپاره به د وزیرانو شورا ته استول کېږي. د یادونې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې دولتي مامورینو ته یوازې د زمري میاشتې معاشونه ورکړل شوي او زرګونه دولتي مامورین بې دندې پاتې شوي دي. د طالبانو مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل بیا تېر دسمبر کې وویل، د مالي کال له پای ته رسېدو مخکې به دولتي مامورینو ته د تېرو وږي او تلې میاشتو معاشونه ورکړل شي او په راتلونکي که به په عادي ډول هره میاشت د دولتي کارکوونکو معاشونه ورکول کېږي.

نور یی ولوله | د طالبانو دفاع وزیر له ګاونډيو هېوادونو څخه غوښتي چې د افغانستان الوتکې ور وسپاري

د یادونې ده، چې هغه مهال د وري له میاشتې د مالي کال پیل پرېکړه نه وه شوې او معلومه نه ده چې د مالي کال د پای له یادولو د ښاغلي حقمل هدف د جدي یا مرغومي میاشت وه او که د نوي کال لومړۍ میاشت وری یا حمل و. د طالبانو کابینې له لوري د دریو میاشتو ضمیمه بودیجه داسې حال کې تصویبېږي چې په هېواد کې د اقتصادي کړکېچ ژوریدو له کبله د ښوونکو په ګډون دولتي مامورین په خورا بد حالت کې دي او ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو په افغانستان کې دننه له ۲۲ میلیونه کسانو او دغه راز له هغو پنځه اعشاریه اووه میلیونه افغانانو سره چې په کوردننه بې ځایه شوي او یا پنځو ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي، د بشري مرستو لپاره د پنځه میلیاردو ډالرو مرستې غوښتنه کړې.

د یو سرچینې په رپوټ کې ویل شوي، په ورته مهال د طالبانو او کابل ته د ترکمنستان یوه تللي پلاوي تر منځ د ټاپي پروژې په تړاو د روانې جنورۍ له ۲۰ نېټې وروسته د ځمکې استملاک او څېړنې چارو پیلولو پر موضوع خبرې شوې دي. د سرچینې په رپوټ کې د طالبانو مالیې وزیر له قوله ویل شوي، د ټاپی پروژه د افغانستان او شریکو هېوادونو لپاره یوه مهمه پروژه ده او د دوی حکومت یې د امنیت خوندیتوب ته ژمن دی. ټاپي پروژه د افغانستان له لارې سویلي اسیا ته د ګازو لېږد یوه مهمه پروژه ده، چې د پیل فکر یې نژدې ۲۵ کاله مخکې راپیدا شو، خو په ۲۰۱۵ کال کې یې عملي چارې پیل شوې. ټاپي ۱۸۱۴ کیلومتره اوږده نلیکه ده، چې نژدې لس میلیارده ډالره لګښت پرې راځي او ۷۳۵ کیلومتره برخه یې له افغانستانه تېریږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button