لوبې

د کرکټ نړیوالې شورا د مارچ میاشتې د غوره لوبغاړي جایزې ته نوماند لوبغاړي اعلان کړل

د کرکټ نړیوالې ادارې (ای سي سي) د مارچ میاشتې د غوره لوبغاړي جایزې ته د نوماندو لوبغاړو نومونه اعلان کړل، چې په دې کې د اسټرالیا، ویسټ انډیز او پاکستان لوبغاړي شامل دي.

ای سي سي چې هره میاشت یو لوبغاړي ته د غوره لوبې د ترسره کولو له امله جایزې ورکوي، اوس یې د مارچ میاشتې لپاره یې هم نوماندان اعلان کړل، چې دوه یې توپ وهونکي او یو توپ اچونکی دی.

په دې ډله کې د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم، چې په دې وروستیو کې یې د شل اوریزو او یوه ورځنیو لوبو په درجه کې لومړی مقام هم خپل کړی، او د ویسټ انډیز د ټیسټ لوبو لوبډلمشر کریګ بریتویټ، چې د انګلستان پر وړاندې سیالیو کې ښه وځلېده.

نور یی ولوله | په افغانستان کې د ماشومانو شري ناروغۍ مخ په زیاتیدو ده

دریم لوبغاړی چې د مارچ میاشتې د غوره لوبغاړي جایزې ته انتخاب شوی، هغه د اسټرالیا ټیسټ لوبډلمشر پیټ کمېنس دی. نوموړي د پاکستان پر وړاندې لوبلړۍ کې ښه ثابت شو.

د یادونې وړ ده چې یادو لوبغاړو ته د هغوی مینه وال هم رایې ورکولی شي او هر چا چې ډېرې رایې ترلاسه کړې، نو هماغه به د ای سي سي د یوې ځانګړې کمېټې له خوا د میاشتې غوره لوبغاړی اعلان شي

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button