نړیوال خبرونه

په افغانستان کې د ماشومانو شري ناروغۍ مخ په زیاتیدو ده

په افغانستان کې د بې سرحده ډاکترانو (MSF) ټولنې په دغه هیواد کې د شري ناروغۍ زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې په هرات، هلمند او کندز کې زیاتې پېښې ثبت شوي دي. بې سرحده ډاکترانو د چهارشنبې په ورځ اپرېل شپږمه (وري ۱۷) ویلي چې یوازې په تیره یوه اونۍ کې د هرات ولایت په روغتون کې په شري ناروغۍ اخته ۹۰ تنه ماشومان بستر شوي. دغه بنسټ تیره اونۍ هم د هرات په ځانګړي روغتون کې په شري ناروغۍ د اخته ماشومانو د بسترېدو د زیاتوالي په اړه خبر ورکړی و او ویلي وو چې اوس مهال په دغه ځانګړي بخش کې ۶۰ بستره زیات شوي دي.

بي سرحده ډاکترانو ټينګار کړی دی چې د څو ورځو په تېرېدو سره د دغې څانګې ټول بسترونه په شري ناروغۍ اخته ماشومانو څخه ډک شوي دي او اوس مهال د نورو ناروغانو لپاره ځای نشته. د دغه بنسټ د معلوماتو په اساس په تیره یوه اونۍ په هلمند او کندز کې هم د شري زیاتې پېښې ثبت شوي دي. پر همدې مهال د کندز ولایت روغتیايي مسؤلینو هم په دغه ولایت کې د شري ناروغۍ زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې په تیره یوه میاشت کې د شري ناروغۍ له امله ۱۷ماشومان مړه شوي دي.

باختر دولتي خبري آژانس د کندز ولایت د روغتیا د رئیس نجیب الله ساحل له قوله ویلي چې په دغه موده کې په یاد ولایت کې د شري ۹۱۵ پېښې ثبت شوي دي. دا په داسې حال کیده چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت هم په افغانستان کې د شري ناروغۍ زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او وايي چې اوس مهال د دغه ناروغۍ پېښې دوه برابره شوې ده.

نور یی ولوله | بېنګلور د راجستان څخه و ګټله

د یاد وزارت ویاند جاوید هژیر د تیرې یکشنبې په ورځ اپرېل دریمه (وري ۱۴) خبریالانو ته په لېږلي پیغام کې ویلي و چې د جنورۍ له پيل څخه بیا مارچ میاشتې تر پای پورې په ۳۳ ولایتونو کې د شري ناروغۍ ۲۵زره او ۲۱۵ پېښې ثبت شوي دي. د ښاغلي هژیر په وینا په دغه موده کې په شري ناروغۍ اخته تر پنځه کلنۍ کم عمره ۱۸۶ ماشومان مړه شوي دي.

یاد وزارت همدارنګه ویلي و چې په افغانستان کې به ډېر ژر د شري ناروغۍ خپرېدو مخنیوي لپاره کمپاین دوهمه لرۍ پیل شي. اغلي هژیر زیاته کړې چې دغه کمپاین به مۍ میاشت کې پیل شي چې او په خبره يې ټاکل شوې د افغانستان په ۱۱۱ ولسوالیو کې تر درې کلنۍ کښته درې میلیون ماشومانو ته د شري ضد ناروغۍ واکسین ورکړل شي. د شري ناروغۍ د کمپاین لومړۍ لرۍ د مارچ میاشتې پر ۱۲مه پيل شو چې په ترڅ کې ۱.۲ میلیون ماشومانو ته د شري ناروغۍ ضد واکسین ورکړل شو.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button